د څلورو لوبغاړو کارنامو افغان لوبډله پر ایرلنډ بریالۍ کړه

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري
لیکنه: محمدصابر حمیدي

افغانستان د دریو یو ورځنیو لوبو د لړۍ دویمه لوبه نن یکشنبه د ایرلنډ په وړاندې ترسره کړه، چې افغانستان په اوو ویکټو بریا خپله کړه او سریز یې وګاټه.

په ننۍ لوبه کې د افغان لوبډلې سکواډ

رحمن الله ګربز، جاوید احمدي، اصغر افغان، رحمت شاه، هشمت الله شهیدي، محمدنبي، ګلبدین نایب، راشدخان، مجیب ځدران، نجیب الله ځدران او نوین الحق.

د لوبې حال

پچه یا ټاس ایرلنډ وګاټه او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
ایرلنډ په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۵۹ منډې وکړې او افغان لوبډلې ته یې د ۲۶۰ منډو هدف وټاکه.
د ایرلنډ لپاره سټرلینګ ۱۲۸، کمپر ۴۷ او ټیکټور بیا ۲۴ منډې جوړې کړې.
افغان لوبډلې ته نوین الحق ۴، مجیب ځدران ۳، ګلبدین نایب یوه او راشدخان هم یوه ویکټه واخیستله.

کله چې افغان کرکټ ملې لوبډله د توپوهنې لپاره میدان ته کښته شوه، نو د ایرلنډ له لوري ورکړل شوی هدف یې د لوبې په ۴۵،۲ اورونو کې د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ.
د افغان لوبډلې لپاره په توپوهنه کې رحمت شاه ۱۰۳ ناسوځېدلې، هشمت الله شهیدي ۸۲، رحمن الله ګربز ۳۱، اصغر افغان ۲۱ او جاوید احمدي بیا ۱۶ منډې جوړې کړې.

د څلورو افغان لوبغاړو کارنامې

په ننۍ لوبه کې دوو افغان لوبغاړو نوین الحق او مجیب ځدران ښه توپ اچونه او دوو افغان لوبغاړو رحمت شاه او هشمت الله شهیدي بیا غوره توپوهنه وکړه.
نوین الحق د ایرلنډ څلور او مجیب ځدران بیا درې لوبغاړي وسوځول، چې مقابله لوبډله یې د زیات هدف ټاکلو څخه راوګرځوله.
بل پلوه رحمت شاه ۱۰۳ او هشمت الله شهیدي بیا ۸۲ منډې وکړې، چې په حساس وخت کښې یې غوره توپوهنه وکړه او هدف ته یې خپله لوبډله په اسانۍ سره ورسوله.
د سریز درېیمه لوبه د سې شنبې په ورځ ترسره کیږي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.