ولسمشر غني: طالبان له ولس سره دښمني لري

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

افغان دولت د افغانستان بانک د کارکوونکو پر موټر چاودنه په کلکو ټکو غندلې ده.
له ارګ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په هېواد کې د روان تاوتریخوالي په ځانګړې توګه، هدفي وژنو، ماین چاودونو او نورو ترهګریزو پېښو پړه پر طالبانو اچول شوې ده.
خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي چې په ملکي کارکوونکو بې رحمانه بریدونه، په ښارونو کې د چسپکي ماین چاودنې او نور ترهګریز فعالیتونه له افغان ولس سره د طالبانو ښکاره دښمني ثابتوي.
ولسمشر زیاته کړې چې طالبان په خپل انکار سره د دې بریدونو له مسوولیته خپلې اوږې نه شي سپکولی.
بل لورته د هیواد د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ویلي، طالبان یوازې د اوربند په منلو سره ځان د تاوتریخوالي له مسوولیت خلاصولی شي.
د هېواد د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر له شرق الاوسط ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي چې دمګړی په هېواد کې د تاوتریخوالي ټول مسوولیت د طالبانو پر غاړه دی.
د هغه په وینا افغان حکومت په ځلونو له طالبانو غوښتي چې تاوتریخوالی کم کړي، اوربند ته غاړه کېږدي خو دغه ډلې تر دې دمه جګړې ته ادامه ورکړې ده.
د اتمر په وینا که طالبان وایي چې دوی تاوتریخوالی کم کړی دی، نو تر ټولو غوره لار چې کولی شي دغه خبره ثابته کړي د اوربند منل دي.
هغه په خپلو خبرو کې یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې سولې ته دې خپله ژمنتیا ثابته کړي او اوربند دې ومني.
دا په داسې حال کې ده چې نن سها د کابل ښار اتمې امنیتي حوزې اړوند، شاه شهید سیمه کې پر یوه دولتي موټر د مقناطیسي ماین چاودنه شوې ده چې له امله یې درې تنه ټپیان شول.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي