د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې پاکستان د افغان سولې لپاره پرېمانه هڅې کړې دي او دوی غواړي چې اوس هم د امریکا نوي حکومت سره په ګډه کار وکړي.
قریشي یو ځل بیا افغان سوله د ټولې سیمې په ګټه بللې ده او زیاته کړې یې ده چې د سولې مذاکراتو پیل یو مهم پرمختګ دی او په زغم سره باید دا پروسه پر مخ یوړل شي.
نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې د جوبایډن د بهرنیو چارو وزارت ته نومول شوي وزیر انټوني بلنکین ویلي وو چې طالبانو سره به د سولې هوکړه له سره وارزوي.
په همدې حال کې افغان دولت نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره له پاکستانه غوښتنه کړې ده چې طالبان اوربند او له نورو ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کولو ته وهڅوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي وه چې افغان حکومت د سولې په برخه کې د ټولو هېوادونو همکاریو ته په درنه سترګه ګوري.
سرچینې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پر وروستیو څرګندونو غبرګون ښودلی او ویلي یې دي دغه هېواد ته په کار ده چې طالبان سولې او دایمي اوربند ته وهڅوي.
بهرنیو چارو وزارت وایي افغان حکومت په ځلونو سولې ته خپله ژمنتیا ښودلې ده خو طالبانو تر اوسه پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی، جګړې یې ډېرې کړې دي او د معنادارې سولې له بهیر سره مرسته نه کوي.
بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا سولې ته د طالبانو د هڅولو په برخه کې د نړیوالو فشار او همکاري مهم بللي دي.
د یادونې وړ ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په یوه مرکه کې ویلي چې حکومت يې هیله لري چې امریکا به د افغانستان په چارو کې په پراخه توګه ښکېل پاتې شي.
قریشي تینګار کړی چې د امریکا نوی حکومت باید له طالبانو سره په شوې هوکړه ودریږي.
نوموړي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې لویه لاسته راوړنه بللې او ویلي یې دي چې پاکستان په کې لوی لاس درلود.