ناروې په افغانستان کې د جګړې د دریدو غوښتنه کړې

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

د ولسمشر ماڼۍ په وینا، ولسمشر محمد اشرف غني تېر ماښام  د ناروې هېواد له لومړۍ وزیرې ايرنا سولبرګ سره ټیلیفوني خبرو کې پر هر اړخیزو ګډو همکاریو او د اړیکو پر پراختیا ټينګار کړی.
له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د ناروې لومړۍ وزيرې په افغانستان کې روان تاوتریخوالي ته اندیښنه ښودلې او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ یې پر دایمي اوربند ټینګار کړی.
میرمن سولبرګ دغه راز په دې ټیلفوني مکالمه کې ویلي، چې افغان حکومت باید د سولې په خبرو کې د خپلو شل کلنو لاسته راوړنو خوندیتوب ته پام وکړي.
د ناروې لومړۍ وزیره داسې مهال له داړو لورو د اوربند غوښتنه کوي، چې افغان مذاکراتي پلاوی وايي، طالبان لاهم په دویم پړاو خبرو کې ناستې ته اماده نه دي.
د یادونې وړ ده، چې ناروې هېواد اوس مهال په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې سل تنه سرتیري لري.
یا هېواد تیره میلادي میاشت د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو خبرو په غبرګون، چې ګواکې له افغانستان څخه خپل سرتیري اوباسي ویلي وو، چې دا هیواد به د ناټو د یوه غړي په توګه خپل پوځیان له افغانستان ونه باسي.
د ناروې نیوز انګلیش ویبپاڼې د دغه هیواد د دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې ویلي و، چې ناروې په افغانستان کې د ناټو د ماموریت په چوکاټ کې خپل حضور ته دوام ورکوي خو اړتیاوو ته په پام کېدای شي چې د خپل ماموریت او ونډې پر څرنګوالي کې بدلون راولي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي