ليکنه: فضل ربي شاکر
موږ ولې ډېری وخت په خپلو مسئولیتونو او راسپارل شويو دندو کې پاتې راځو او يا هم په ترسراوي کې يې له ستونزو سره مخ کېږو؟
دا هغه پوښتنه ده، چې ښايي هر څوک يې د خپل منطق او اند له مخې د نورو په نسبت پر متفاوت ډول ځواب کړي، خو دا چې د يو رسمي او منل شوي اداري سټرکچر او فورمول له مخې يې ځوابول غواړو او ستونزو ته حللاره په کې لټوو، نو اړ يو، چې لاندې موارد د يو اصل په توګه رعايت کړو.
1 یو اړین کاري مهالوېش جوړول.
مهالوېش یعنې څه؟
مهالوېش کاري پلان، د دندو لایحه، د اداري مقاماتو هغه کړنلارې او لارښوونې چې کارکوونکی باید د کاري پلان او د دندو له لائحې سره سمې خپلې ورځنۍ دندې وویشي، او له رسمي وخت څخه په سمې ګټې اخیستنې یې د منلو وړ کیفیت او کميت په لرلو سره ترسره کړي. دغه ټول ياد موارد د وخت له تنظیموونکو عناصرو څخه عبارت دي.
ولې د وخت تنظيم او مديريت؟
کله چې د وخت د تنظيم او مديريت په اړه خبرې کوو، هرو مرو باید د موخو په اړه خبرې وکړو، او موخې معلومې کړو. بریالی مدیریت او مسئوليت پېژندنه یوازې هغه وخت شونې ده، چې موخې یې روښانه او پر سمه توګه تعريف شوې وي. مسئول شخص او ځواب ويونکې مرجع ترې خبر او معلومات ولري، تر څو آر موخو ته د لاسرسي په پار سمه څېړنه او رسېدنه وشي.
موخې د فعالیتونو د ترسراوي له پاره هڅوونکې او خوځوونکې دي. که روښانه موخې ولرئ، پوهېږئ چې چېرته لاړ شئ؟ څه وکړئ؟ او کومې پایلې لاس ته راوړئ ؟
د موخې، پلان او کاري لائحې لرل د وخت د بریالي مدیریت مهم او اساسي شرط دی. که ويې نه لرو، مطلوبې پايلې ته نه شو رسېدلای.
موخې څه دي؟
موخې له هغو معیارونو څخه عبارت دي چې موږ د خپلو ټولو فعالیتونو لپاره ورته اړتیا لرو، موخې مو پوهوي چې ولې باید یو کار وکړو او د دغه کار پایلې به څه وي؟
يا پر بل عبارت؛ موخې له هغو ټاکلو معيارونو څخه عبارت دي چې موږ د هغو په لورې فعالیتونه رهبري کوو. د موخې، پلان او کاري لائحې له شتون پرته به هېڅوک هم د وخت او مسئوليت پر ښه مدیریت بریالی نه شی، ځکه موږ چې څه غواړو تر لاسه یې کړو، که پر هغو پوه نه وو، نو د ترلاسه کولو لار به يې څنګه وپېژنو؟
که چېرې ټاکلې موخه او پلان و نه لرو، د ډېرو هڅو او وخت لګولو وروسته به هم ونه پوهېږو، چې خپلو موخو ته رسېدلي يو او که ورڅخه لرې شوي يو؟
همدې ته پر کتو اړينه ده چې پورتني موارد په پام کې ونيسو او د منل شويو اداري اصولو په توګه يې رعايت کړو.
بايد هېر نه کړو، کار که هر څومره سخت او ستونزمن وي، سړی نه کړوي، خو چې بې پلانه، بې موخې، بې مهالوېشه، بې مسئوليته، بې صلاحيته او بې نوښته شي، بيا نو تر ټولو بد کړاو او بده تجربه ده.