امریکا غواړي چې له طالبانو سره د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت د تېر کال پر تړون له سره غور وکړي.
د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار جک سالیوان د هېواد د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره د افغان سولې په اړه ټلیفوني خبرې کړې دي.
د امریکا له ملي امنیت شورا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دغې شورا سلاکار تېر ماښام د افغانستان د ملي امنیت شورا له سلاکار حمدالله محب سره د ټلیفون پر کرښه د فغانستان پر روانو حالاتو او افغان سولې خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دې ټلیفوني خبرو کې د افغان سولې په روان بهیر کې د امریکا او افغانستان پر ژمنتیا ټینګار وشو. سالیوان ویلي، امریکا په قوي او سیمهییزو هڅو د افغانستان له سولې ملاتړ کوي ترڅو دواړه لورې یو سیاسي او دوامداره حل ته ورسېږي.
د سپینې ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې د دې تلیفوني اړیکې موخه د سولې له هڅو او د جګړې کابو کولو کې له افغان حکومت سره د امریکا د ملاتړ ډاډ وو.
څو ورځې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لپاره غوره شوي انټوني بلېنکن هم د دغه هېواد مشرانو جرګې د تایید غونډه کې وویل، له افغان طالبانو سره به د امریکا تړون وارزوي.
بلخوا د سي ان ان رسنۍ د راپور له مخې، د امریکا نوي ولسمشر جوبایډن ویلي، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به پر خپل ځای پاتې وي او د افغان سولې په باب دې خپلو کارونو ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې بین الافغاني مذاکرات روان دي خو تراوسه یې لا هغه پایله نه ده ورکړې چې د افغانستان خلک ورته په تمه دي.
په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون، او بیا د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدل د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په واکمنۍ کې ترسره او پیل شول، خو څو ورځې وړاندې د امریکا واک نوي ولسمشر جوبایډن په غاړه واخیست او د خپل کار له شروع سره سم یې د ډونالډ ټرمپ له خوا ځینې صادر شوي فرمانونه لغوه کړل.
خو په هغه فرمانونو کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون او بین الافغاني مذاکرتو هم شامل دي چې د ډونالډ ټرمپ په دوره کې ترسره شوي دي خو لا معلومات نشته چې جوبایډن د دې تړون په اړه څه نظر لري.
د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ د میاشتې په وروستیو کې امریکا په دوحه کې له طالبانو سره د سولې تړون وکړ.
د دې هوکړې له مخې طالبانو ژمنه کړې وه چې له ترهګرو ډلو سره به اړیکي وشلوي، تاوتریخوالی به کم کړي او له افغان حکومت سره به ریښتیني خبرې وکړي.
که څه هم له دې تړون وروسته طالبانو پر بهرنیو ځواکونو کوم برید نه دی کړی، خو د افغان ځواکونو پرضد یې بریدونه روان دي او هغه هم په داسې مهال کې چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې خبرې روانې دي.