اريانا سعيد جوبايډن ته د مبارکۍ تر څنګ د افغان ښځو د حقوقو د ساتني غوښتنه کړې.
د امريکا ۴۶م ولسمشر چې تېره ورځ يې د لوړې مراسم تر سره کړه او د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ څلور کلني مودې ته یې د پای ټکی کېښود، د نړۍ او افغان چارواکو ترڅنګ اريانا سعيد هم مبارکی ورته ويلې.
افغاني سندرغاړي اريانا سعيد همدارنګه پر خپل ټويټر اکاونټ جوبايډن ته د مبارکۍ تر څنګ ليکلي چې افغانستان او د افغان ښځو ته ځانګړې توجه وکړئ.
اريانا ليکي:
“ښاغلې ولسمشر جوبايډنه مبارک دې سه!! هيله ده افغانستان او په ځانګړي ډول د افغانستان د ښځو حقوق هېر نکړئ.”
Congratulations Mr. President @JoeBiden !! Please do not forget about Afghanistan; especially the WOMEN of Afghanistan! -Aryana pic.twitter.com/fhO618unca
— Aryana Sayeed (@AryanaSayeed) January 20, 2021
اريانا سعيد دا غوښتنه وروسته له هغې کړې چې د جوبایډن له خوا د بهرنیو چارو وزارت لپاره نوماند وزیر انتوني بلېنکن ویلي چې د امریکا نوی حکومت به د طالبانو سره د دوحې تړون له سره ارزوي چې افغان حکومت هم ددې خبر هرکلی کړی.