اروپایي ټولنې په کابل کې د نورو ډیپلوماټیکو استازولیو په ګډون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د طالبانو له لوري روان تاوتریخوالی غندلی او زیاته کړې یې ده چې د جګړې دوام، هدفي وژنې او نور ترهګریز بریدونه د ډیموکراټیکو اصولو خلاف اعمال دي او دا چاره د سولې پروسه له ګواښ سره مخامخ کوي.
په دې خبرپاڼه کې راغلي، سوله متقابل باور ته اړتیا لري او د همدې لپاره لازمه ده چې تاوتریخوالی کم او د سولې خبرو بریا لپاره هدفي وژنو ته د پای ټکی کېښودل شي.
سرچینه زیاتوي، د افغانستان حکومت باید ټول هدفي بریدونه په کره ډول وڅېړي او نور د ورته قتلونو د مجازات مصوونیت له منځه یوسي.
اروپایي ټولنې د وروستیو هدفي وژنو پړه پر طالبانو اچولې ده او ټینګار یې کړی چې دا ډله باید نور دغه کار ته د پای ټکی کېږدي.
په ورته مهال د افغانستان لپاره د اروپايي تولنې ځانګړي استازي رولانډ کوبیا پر سیمه ییزو او نړیوالو هېوادونو غږ کړی چې د افغان وژنې د مخینوي لپاره لاس په کار شي.
ښاغلي کوبیا دغه څرګندونې پرون سه شنبې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال میرویس ناب سره په ویډیويي کنفرانس کې کړې دي.
نوموړي، د سیمې، نړۍ له هېوادونو او دغه راز له نړیوالو او سیمه ییزه سازمانونو غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د روان قتل عام د پای ته رسېدو او مخنیوي لپاره په ګډه لاس په کار شي، تر څو په دغه هېواد کې تل پاتې سولې او ثبات ته لاره هواره شي.
په دې مجازي ناسته کې د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال میرویس ناب ویلي، چې افغان حکومت له خپله اړخه د سولې د تحقق لپاره ستر ګامونه اخیستي، خو طالبانو بیا برعکس تاوتریخوالي ته زور ورکړی دی.
د نوموړي په وینا، دا ددې ښکارندوی دي، چې د دغه ډلې په لیدلوري او ستراتېژۍ کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.
میرویس ناب د سولې مذاکراتو د بریالیتوب او راتلو په برخه کې د ناټوغړیو هېوادونو، اروپايي ټولنې او په ټول کې د نړیوالو همکاري او مرسته مهمه بللې او دا یې د سیمې او نړۍ د امنیت په ګټه کار بللی دی.