لیکنه: محمدصابر حمیدي
د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې لوبغاړي ګلبدین نایب په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې افغان لوبډله پر ایرلنډ قوي ده او په راتلونکې سریز که به پرې برلاسې وي.
ګلبدین د ملې سپورټ سره په فیسبوکې مرکه کې وویل، چې د ښه چمتوالي سره راغلي یو، تمرینات مو کړي او یو شمېر لوبغاړو خارجي لیګونه لوبولې چې لا لوبو ته اماده دي.
هغه زیاته کړه:
‹‹لوبډله مو پوره ده او د ښه چمتوالي سره راغلي یو، تمرینات مو کړي دوستانه لوبې مو وکړې او یو شمېر لوبغاړي په لیګونو کې لوبېدلي. پر ایرلنډ لوبډلې موږ قوي یو. موږ ورسره ډېر پرتله کیږو خو د زیاتو سریزونو ګټلو او ښو لوبغاړو په درلودلو سره موږ قوي یو.››
د دې ترڅنګ هغه وویل، چې د ایرلنډ په وړاندې دا سریز به د افغانستان لپاره یو تاریخي سریز وي.
ګلبدین نایب په داسي مهال دا څرګندونې کوي، چې سبا پنجشنبه افغان کرکټ ملې لوبډله د ایرلنډ کرکټ ملې لوبډلې سره د دریو نړیوالو یو ورځنیو لوبو لړۍ پیلوي.
د ورکړل شوو معلوماتو له مخې افغان او ایرلنډ لوبډلې به د لړۍ لومړۍ لوبه سبا پنجشنبه سهار ۱۰ بجې د ابو دوبۍ په شیخ زاید کرکټ لوبغالي کې پیل کړي.
له هغه وروسته دا دوه هیوادونه دویمه لوبه راتلونکې یکشنبه او درېیمه بیا راتلونکې سې شنبه ترسره کوي.
دا درې واړه لوبې ملې سپورټ ټلوېزیون په ژوندۍ بڼه خپروي.
د ګلبدین نایب بشپړه مرکه
https://www.facebook.com/sportrta/videos/1040148099827011/