د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولان وايي په ختیځ لغمان ولایت کې د ګلپیانو حاصلات څه باندې ۲۲ زره ټنو ته رسېدلی دي.
یاد وزارت زیاتوي چې، روان کال په دغه ولایت کې پر ۱۰۲۵ هکتاره ځمکه ګلپيان کرل شوي وو چې حاصلات یې ۲۲۵۵۰ ټنو ته رسېدلي دي.
دوی وایي له کروندګرو سره يې پر وخت مرسته د دې لامل شوې چې هرکال د دوی حاصلات نسبت تېر ته زیاتېږي.
بل لورته په لغمان کې د کروندګر هم خوښ دي چې حاصلات یې زیات دي خو وایي د پلور بازار یې بې کم رنګه دی.
کروندګر زیاتوي، که دولت يې د حاصلاتو پلور لپاره د مارکېټ غمه وکړي نو له تاوان نه به خلاص شي.
سید الرحمن هغه کروندګر چې ګلپیان یې کرلي وایي هرکال په خپل فصل ډېر لګښت کوي خو څنګه چې دی تمه لري ګټه ورته نه کوي.
نوموړی وایي ډېرکله یې د ګلپیانو حاصل په پټیو کې خرابېږي او بیا یې په هغه چا په ارزانه پلوري چې حیواناتو ته یې د وښو په خاطر ورکوي.
سیدالرحمن زیاتوي، د هر فصل د حاصلاتو پلور برخه کې ورته ستونزو سره مخ وي ګټه یې کمه تاوان یې ډېر وي.
لغمان د هیواد یو له کرنیزو ولایتونو څخه دی چې هر کال ښه حاصلات بازار ته وړاندې کوي.