د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ وايي، له افغان ولسمشر اشرف غني سره یې په خبرو کې ویلي چې افغانستان کې یې د ځواکونو په هکله دریځ بدل شوی نه دی.
ستولتنبرګ پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي«له ولسمشر اشرف غني سره د افغانستان د سولې پر پروسې وږغېدم. د ناټو دریځ بدل شوی نه دی، زموږ د ځواکونو حضور مشروط دی. موږ له افغان امنیتي ځواکونو سره ملاتړ ته دوام ورکوو څو دا ډاډ رامنځته کړو چې افغانستان به بیا د تروریستانو پر خوندي ځالې نه بدلېږي.»
Spoke with @ashrafghani about the #Afghanistan peace process. #NATO’s position has not changed & our presence is conditions based. We continue helping the Afghan security forces to ensure Afghanistan never again becomes a safe haven for international terrorism.
— Jens Stoltenberg (@jensstoltenberg) January 18, 2021
د ناټو سرمنشي تر دې وړاندې هم ویلي و، سره له دې چې امریکا له طالبانو سره د موافقې له مخې خپل پوځیان باسي خو ناټو تر هغو خپل پوځیان نه باسي چې د افغانستان د امنیت په اړه یې ډاډ نه وي ترلاسه کړی.
د ناټو پوځیان په هیڅ راز عملیاتو کې برخه نه اخلي خو افغان امنیتي ځواکونه روزي.
نوموړی زیاتوي، ناټو له افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته کوي چې باوري شي دغه هېواد “د نړیوالې ترهګرۍ په خوندي پټنځای بیا نه بدلېږي.”
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ هم خپل فیسبوک کې ویلي چې افغان ولسمشر او د ناټو سرمنشي د افغان ځواکونو پر ملاتړ او د سولې بهیر په تړاو ټلیفوني خبرې وکړې.
بل خوا ارګ د استرالیا له صدراعظم سکاټ موریسن سره د ولسمشر غني د خبرو په اړه یې ویلي چې «په دغه ټلیفوني مکالمه کې، د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ د دوه اړخیزه او دوامداره اړیکو او د سولې روانې پروسې په اړه بحث وشو او دواړو لوریو په افغانستان کې د طالبانو له لوري روان تاوتریخوالی په کلکه رد کړ.»
د لسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې په وینا، د استرالیا صدراعظم موریسن وویل، طالبان باید اوربند چې د افغانستان د خلکو حقه غوښتنه ده ومني او دغه راز یې روانې هدفي وژنې په کلکه وغندلې.
موریسن زیاته کړه، هیواد یې د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې روانې پروسې چې د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې او ارزښتونه پکې نه یوازې وساتل شي، بلکې د پیاوړتیا ترڅنګ ورته دوام هم ورکړل شي، ملاتړ کوي.»