د امریکا سفارت: ښایي کابل کې ترهګریزې او جنایي پېښې نورې هم ډېرې شي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

کابل کې د امریکا سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې وروستیو کې په ټول افغانستان کې ترهګریز بریدونه، جنایي جرمونه او هدفي وژنې ډېرې شوې دي.
خبرپاڼه زیاتوي، یو شمېر هوټلونه، هستوګنځایونه، د ملګرو ملتونو استازولۍ دفتر او نورې هغه سیمې چې د بهرنیو وګړو په ځانګړې توګه د امریکایي اتباعو د تګ راتګ او راټولېدو ځایونه دي له زیات ګواښ سره مخ دي.
د خبرپاڼې په وینا، په کابل کې د امریکا سفارت، ټولو امریکايي اتباعو ته یادونه کوي چې افغانستان ته له سفر کوولو ډډه وکړي او څوک چې افغانستان کې وي دغه هېواد پرېږدي خو که چا پرېکړه کړې وي چې پاتې شي یوازې باید هغه محدود سفرونه ترسره کړي چې ډېر زیات اړین نه وي.


دا په داسې حال کې ده چې درې میاشتې وړاندې هم د امریکا سفارت په اعلامیه کې ویلي و، چې په کابل او نورو ولایتونو کې به خبریالانو، مدني فعالانو وژنې زیاتې شي، چې همداسې وشول په تېرو دریو میاشتو کې داسې ورځ نه ده پېښه شوې چې په کابل کې دې کوم بې ګناه کس نه وي په نښه شوی.
د امریکا سفارت په داسې مهال دغه څرګندونې کړي چې تر بل هر وخت زیات په دې ورستیو کې د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې د هدفي وژنو، د اختطاف او جنايي جرمونو پېښې زیاتې شوي دي.
د یادونې وړ ده کابل پرون هم د هدفي وژنو شاهد و. پرون سهار د کابل په تایمني سیمه کې  دوه ښځینه قاضیانې په یوه وسله وال برید کې ووژل شوې.
د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وايي، په دې پېښه کې دوه ښځینه قاضیانې ووژل شوي او دوه نور کسان چې یو ډریور و او بله عامه ښځه وه ټپيان شوي دي.
د تېرې ورځې په پیښه د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ په ګډون ګڼو کورنیو او باندنیو بنسټونو خواشیني ښودلې ده.
ارګ تېره ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې پر افغان ښځه، ماشوم، عالم او پر هر ملکي افغان برید د افغانستان پر عزت او عظمت برید دی.
په خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي وه، د طالبانو او نورو ترهګرو له لوري پر بې دفاع هېوادوالو بریدونه د اسلامي ارشاداتو او د سولې روحیې خلاف او د ولس پر وړاندې د نامشروع جګړې او دښمنۍ په مانا دی چې دا چاره د سولې په اړه د ولس ملي اجماع زیانمنولی شي.
که څه هم طالبان په دغه ډول بریدونو کې لاس لرل رد کړي، خو ولسمشرۍ ماڼۍ یو ځل بیا له دې ډلې غوښتنه کړې چې ژر تر ژره روان ترور او تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدي او د سولې په برخه کې دې ريښتیني ګامونه پورته کړي.
بل لورته نن سهار هم د کابل ښار د شپږمې ناحیې په مربوطاتو کې پر یوه دولتي موټر د مقناطیسي ماین چاودنه شوې ده.
عیني شاهدان وایي چې چاودنه خورا درنه وه.
ځينې نورې سرچینې بیا وایي چې ماین د سړک غاړې ته ځای پر ځای شوی و او د مخابراتو وزارت د کارکوونکو پر موټر یې چاودنه کړې ده.
په دې اړه تر اوسه نور جزیات نشته، حکومتي سرچینو هم څه نه دي ویلي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي