ولسمشر غني په طالبانو غږ کړی چې ژر تر ژره روان ترور ته د پای ټکی کیږدئ

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

افغان حکومت په کابل کې پر ښځینه قاضیانو برید په کلکو ټکو غندلی دی.
ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې پر افغان ښځه، ماشوم، عالم او پر هر ملکي افغان برید د افغانستان پر عزت او عظمت برید دی.
خبرپاڼه زیاتوي، د طالبانو او نورو ترهګرو له لوري پر بې دفاع هېوادوالو بریدونه د اسلامي ارشاداتو او سولې روحیې خلاف او د ولس پر وړاندې د نامشروع جګړې او دښمنۍ په مانا دی او دا چاره د سولې په اړه د ولس ملي اجماع زیانمنولی شي.
که څه هم طالبان په ورته بریدونو کې لاس لرل ردوي خو خبرپاڼه کې یو ځل بیا له دغې ډلې غوښتنه شوې ده چې ژر تر ژره روان ترور او تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدي او د دایمي اوربند په منلو سره دې د سولې لپاره خپله رښتینې او عملي اراده وښیي.
نن سهار ناپېژاندو وسله‌والو د کابل ښار لسمې امنیتې حوزې اړوند سیمه کې دوه ښځینه قاضیانې په ډزو وژلې او دوه نورې یې ټپيانې کړې.
د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وویل، دغه پېښه نن سهار اته نیمې بجې د کابل ښار لسمې امنیتې حوزې اړوند د قلعه فتح‌الله په لسم سړک رامنځته شوه.
هغه وایي، په دغه برید کې ناپېژاندو وسله‌والو دوه ښځینه قاضیانې وژلې او یوه بله یې ټپي کړې ده.
د یادې پېښې مسوولیت تراوسه کومې وسله‌والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې دی چې به کابل ښار کې په دې وروستیو څو میاشتو کې هدفي وژنې ورځ تر بلې زیاتېږي او هر سهار د یو چا په مرګ پیلېږي،  خو په ډېرو پېښو کې ښکېل کسان بیا نه دې نیول شوي.
په ورته وخت کې بریتانیا هم په کابل کې پر ښځینه قاضیانو برید غندلی دی.
په کابل کې د بریتانیا سفیرې الیسون بلیک د دغه برید د غندلو تر څنګ له افغان حکومت څخه د یادې پېښې د جدي څېړنې غوښتنه هم کړې ده.
دغه برید په ټولنیزو رسنیو کې هم د خلکو غبرګونونه راپارولې دي او د ښځینه کارمندانو او بې ګناه خلکو وژل یې د انسانیت وژل یاد کړي دي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي