د افغانستان زعفرانو د نړۍ په کچه لومړی مقام ترلاسه کړو

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د افغانستان زعفران د ښه کیفیت په لرلو سره د اروپایي ټولنې د ذایقې د نړیوال انستیتوت له لورې د «درې طلایي ستورو» په اخیستو سره په نړۍ کې لومړی مقام خپل کړو.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند فواد احمدي رسنیو ته وویل، چې د کیهان زعفران زراعتي شرکت د افغانستان په استازیتوب دا جایزه ترلاسه کړه.
احمدي زیاته کړه، د کیهان زعفران زراعتي شرکت وروسته له دې کولای شي چې د دې اروپايي بنسټ ټاپه د خپل زراعتي محصولاتو پر سر وکاروي او په نړیوال کچه ورڅخه کار واخلي.
نوموړي زیاته کړه چې دا لومړی ځل نه دی چې افغانستان د اروپايي ټولنې د ذایقې نړیوال انسټیټیوټ د لومړي مقام جایزه اخلي.
دغه راز نوموړي وویل، چې د دې بنسټ درې ستوریزه جایزه په روان کال کې د عالي طبیعي کیفیت لرلو په خاطر د کیهان زعفران زراعتي شرکت پورې اړوند شو.
د نوموړي له معلوماتو جوتیږي چې د اروپايي ټولنې د ذایقې نړیوال انسټیټیوټ د خوراکي محصولاتو د ذايقې او کیفیت په ټاکلو کې د نړۍ په کچه انسټیټیوټ دی او د دې بنسټ درې ستوریزه جایزه نړیوال اعتبار څخه برخمن دی.
په ټولنیزو رسنیو کې ډېری افغانانو خوښي څرګنده کړې او له حکومت یې غوښتنه کړې چې له بزګرانو سره مرسته وکړي تر څو د اقتصادي پلوه افغانستان په ځان بسیا شي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي