ژباړه: صديقه پوپلزۍ
هغه کسان چې رښتينې وي ځانته ځانګړنې لري، خو هغه کسان چې دروغجن وي او یوازې ځان رښتيني ښيي، هغه هم ځانته ځانګړنې او عادتونه لري. دا ډول کسان څنګه وپېژنو او توپير يې وکړو.
ـ رښتيني انسانان د نورو لپاره ګټور واقع کېدای شي او ښه خلک وي، خو دوه مخي او نا رښتيني بیا هغه وخت ښه وي چې موخه ولري، کله چې موخه پوره شي، بېرته خپل اصلي څېره ښکاره کوي.
ـ رښتيني وګړي د نورو انسانانو تعریف او ستاینه کوي، خو نارښتيني تل پر نورو نیوکه کوي، ترڅو خپل ځان ښه ښکاره کړي.
ـ رښتينې وګړي پر وعده او قول تل ولاړ وي، خو دروغجن خلک په ډېره اسانی سره وعده ورکوي خو داسې ډېر لږ وخت کېدای شي چې پر وعده ولاړ پاته شي.
ـ واقعي انسانان خپل نظرونه واضح څرګندوي، خو د دوی مخالف بیا تل شایعات خپروي او هڅه کوي له ځانه خبرې جوړې کړي.
ـ رښتيني خلک هڅه نه کوي چې تل د نورو پاملرنه ځانته واړوي، خو کوم کسان چې دوه مخه وي غواړي تل دوی ته پام وکړو او په هر کار کې يې وستایو او یوازې دوی ته مو باید پام وي.
ـ حقیقي وګړي هڅه نه کوي چې نور انسانان مجبوره کړي، چې له دوی سره مینه وکړي، خو کوم کسان چې نارښتيني دي، ډېره هڅه کوي تر څو ټول له دوی سره مینه ولري.
ـ رښتيني وګړي تل نورو ته درناوى کوي، بېځایه خبرې نه کوي، لافې نه وهي، تل رښتیا وايي، د چا شاته خبرې نه کوي، که څوک ستونزه ولري، واضح يې وایي. خو دروغجن او دوه مخي انسانان بیا داسې نه دي. د دوی هر چلند له نورو توپیر کوي، هر چاته درناوى نه کوي یوازې مشهوره او نامتو خلکو ته یا لوړ مقام ولري، تل نورو پسې خبرې کوي، مثبت خواته نه ګوري یوازې منفي خبرو ته پام کوي، ډېر دروغ وایي، تل ځان ښودنه کوي او ځان تر نورو لوړ نیسي.