د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د درې پروژو پرانیسته وشوه

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ درې مهمې اقتصادي پروژې د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو له لورې پرانیستل شوي.
د دغه پروژو په لړ کې د نوري فایبر، د اقینې او اندخوی دیرش کیلو مټره رېل پټلۍ، او د ۵۰۰ میګاولټه برښنا پرانیسته وشوه.
یاد مراسم چې د فاریاب ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې جوړ شوي وه د دواړو هېوادونو ډېری استازي یاد ولات ته راغلي وه او دغه راز د دواړو هېوادونو ولسمشران هم په انلاین بڼه سره وصل و.
دغه مراسمو کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وویل، دغه پروژې د دواړو هېوادونو لپاره ډېر زیات ارزښت لري او خوښي یې څرګنده کړه چې د یادو پروژو له لارې دغه هېوادونه سره وصل شول.
د ولسمشر په وینا، که په افغانستان کې سوله راځي او امنیت تامنېږي نو د سولې او اقتصادي پراختیا پرېمانه فرصتونه به رامنځ ته شي.
ولسمشر غني زیاته کړه چې افغانستان د لویو پروژو د عملي کېدو فرصت لري او افغانان به ډېر ژر د نورو پروژو د پرانیستو شاهدان وي.
ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې پر اوربند هوکړه وکړي.
دغه راز په یادو مراسمو کې د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف له ولسمشرغني مننه وکړه چې  په دې برخه کې یې همکاري ورسره کړې وه او زیاته یې کړه دغه  پروژه د دواړو هېوادونو لپاره ډېره ارزښتناکه ده، او د دواړو هېوادونو وګړي به ترې ګټه پورته کړي.
په ورته وخت کې په دې مراسمو کې د افغانستان د اوبو او د تنظیم ملي ادارې مشر خان محمد تکل وویل، چې د برښنا دغه پروژه به په وخت سره د هېواد ټولو شمالي ولایتونو او دغه راز کابل او جنوبي ولایتونو ته ورسېږي.
همدا راز په دې مراسمو کې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیرې معصومه خاوري وویل، د نوري فایبر پروژه په افغانستان کې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت ته ورکول شوې او د ټول افغانستان لپاره به د انټرنیټ د بیې د کموالي په برخه کې مرسته وکړي.
د تېرې جمعې په ورځ د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د همدغو پروژو په تړاو د بحث لپاره په یوه دوه ورځني سفر کابل ته راغلی و.
شاوخوا یوه میاشت وړاندې د ایران او افغانستان ترمنځ د هرات-خواف د اوسپنې پټلۍ هم پرانیستل شوه چې ټولټال ۲۲۵ کیلو متره اوږدوالی لري.
په ټولنیزو رسنیو کې دغه پروژه ډېری افغانانو وستایله او دا یې د سولې او پرمختګ لپاره لوی ګام وبللو.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي