د کرېک بز وېب پاڼې لیکلي، چې افغان کرکټ بورډ د دوبۍ پر ځای د یو بل هېواد په لټه کې دی، چې کرونا ویروس پکې نه وي، چې له ایرلېنډ سره سیریز پکې وکړي.
دې وېب پاڼې لیکلي، چې اوسمهال د افغان کرکټ بورډ وروستۍ هیله د عمان هېواد دی.
دې وېبپاڼې کښلي:
« افغانستان به ډېر ژر عمان د هوم ګراونډ یا کورني لوبغالي په توګه وکاروي».
یادې وېب پاڼې د افغان کرکټ بورډ له قوله لیکلي، چې افغانستان هڅه کوي، چې په دایمي توګه په عمان کې د ځان لپاره لوبغالی واخلي او لوبې وکړي.
په عمان کې د کرکټ سهولت
د جنوري په ۱۱ مه نېټه د کرکټ نړیوالې شورا د عمان د کرکټ اکاډمي لوبغالی د ټېسټ لوبو لپاره مناسب بللی دی، خو افغانستان هڅه کوي، یاد لوبغالی د درې یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ لپاره وکاروي.
افغانستان ښایي په راتلونکې فبروري میاشت کې له زِمبابوې سره لوبلړۍ ترسره کړي او د دوی هوم ګراونډ به عمان کې وي.
په عربي متحده اماراتو کې اوس د کرونا پېښې زیاتې دي او له همدې امله ښایي افغان کرکټ بورډ عمان وټاکي.
افغانستان او ایرلېنډ لپاره د خطر زنګ
افغان او ایرلېنډۍ لوبډلې شاوخوا ۸ ورځې وروسته په دوبۍ کې لوبې پېلوي او دواړه لوبډلې سر له اوسه په عربو کې تمرینات پیل کړي دي.
ایرلېنډ د روانې اونۍ په ترڅ کې له عربي متحده اماراتو سره تمریناتي لوبه وکړه، چې هغه لوبه عربو په ۶ وېکټو وګټله.
تمه وه چې دواړه لوبډلې دویمه تمریناتي لوبه هم ترسره کړي؛ خو دا لوبه د کرونا ویروس له امله ترسره نشوه.
د ورزشي وېب پاڼو لیکلي، چې د دواړو لوبډلو لپاره خطر لوړ و او په همدې خاطر لوبه لغوه شوه.
د تېرې جمعې په ورځ د عربي متحده اماراتو دوه لوبغاړي په کورونا اخته شوي او پایلې مثبتې ختلي دي.
چېراګ سوري، ارین لکرا او د الېشان شرفو پایلې مثبتې ختلي دي.
دغه لوبغاړي له کېمپ څخه منع شوي او تر قرنطین لاندې دي.
د افغانستان او ایرلېنډ لوبو ته خطر
د افغانستان او ایرلېنډ کرکټ لوبډلو لپاره د خطر زنګ په دې موجود دی، چې د ایرلېنډ لوبغاړو ښایي له عربي لوبغاړو سره تماس نیولی وي.
که چېري د ایرلېنډ لوبغاړي په کرونا اخته شوي وي او پایلې یې مثبتې شي، نو له افغانستان سره لوبې لغوه کېدای شي.
افغان لوبډلې چې له ۲۰۱۹ څخه راپدېخوا لوبلړۍ نه دي کړي، د دې لوبو په لغوه کېدو سره یې رېنکېنګ نومرې کمېدای شي.
بل پلو د انګلستان کرکټ بورډ ویلي، چې ۲۰۲۱ کې یې له ایرلېنډ سره لوبې وځنډولې.
لوبو ته د کرکټ نړیوالې شورا د اجازې شرط
د کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰۲۰ له جولای وروسته ځکه لوبو ته اجازه ورکړه، چې لوبډلې او لوبغاړي به د کرونا اړوند ټول تدابیر مراعتوي.
لوبې پیل شوې او لوبغاړو هم تدابیر مراعتول پیل کړي دي.
خو د تېرې اوونۍ په اودو کې د اسټرالیا کرکټ بورډ د هندوستان لوبغاړي له دغو اصولو په سرغړونو تورن کړل او د هند کرکټ بورډ ته یې خبرداری ورکړ، که چېرې یې لوبغاړي د کرونا اړوند تدابیر مراعت نه کړي، نو ټېسټ لوبې به ورسره لغوه کړي.