خوست کې یو شمېر ځوانانو د عامه ساتنې ملي تصدۍ د ویاند ضیاء ودان د وژل کېدو په غبرګون کې لاریون کړی او د ودان د قاتلینو د نیولو غوښتنه کوي.
د خوست ولایت یو شمېر ځوانانو او مدني فعالانو د دغه ولایت اداري کمپلکس دروازه چې د ولایت مقام په ګډون ډېرې دولتي ادارې او ریاستونه په کې شتون لري د اعتراض په ډول تړلې ده.
دغه لاریون وال د مرکزي حکومت پر ضد شعارونه ورکوي او وايي، حکومت دې د ضیاء ودان قاتلین ونیسي او د قانون منګولو ته دې وسپاري ترڅو په سزا ورسېږي.
د عامه ساتنې د ملي تصدۍ ویاند ضیاء ودان دوه ورځې وړاندې په کابل ښار کې هغه مهال ووژل شو چې دفتر ته پر لاره وه
نامعلومو کسانو د نوموړي په موټر کې مقناطیسي ماین ځای پر ځای کړی و او د کابل ښار اتمې امنیتي حوزې اړوند کارته نو سیمه کې یې ورته چاودنه ورکړه چې له کبله یې د نوموړي په ګډون یو ساتونکی ووژل شو او موټرچلوونکی یې ټپي شو.
په لومړیو کې ویل کېدل چې د ودان موټرچلوونکی او ساتونکی هم وژل شوي دي خو د هغه تر مرګ یوه ورځ وورسته د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وویل چې د ودان موټر چلوونکی ژوندی دی او په خبره یې له دوی سره به د پېښې د څېړلو او د هغه د قاتلینو په پیدا کولو کې مرسته وکړي.
د عامه ساتنې د ملي تصدۍ د ویاند ضیاء ودان وژل کېدل په هېواد دننه د خلکو له سخت غبرګون سره مخ شو او دغه کار یې په کلکو ټکو وغانده.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په کابل ښار او نورو ولایتونو کې هدفي وژنې زیاتې شوې دي خو د دولت له خوا تر اوسه کومه خاصه پاملرنه نه ده شوې چې د داسې پېښو مخه ونیسي.
نن سهار هم په غزني ښار کې نامعلومو وسلهوالو د کابل بانک یو کارکوونکی په ډزو وژلی او د هغه موټر یې له ځانه سره بېولی دی.
بل لورته نن سهار شاو خوا اته بجې په بلخ کې د ملي اردو په ښځینه سرتیرو هم برید شو، چې دوه تنه ښځینه سرتیرې وژل شوې او دوه تنه ټپیانې دي.