د روغتیا نړیوال سازمان د متخصصانو یوه ډله چین ته لېږي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، دوی به د متخصصانو یوه ډله چین ته د کرونا ویروس د ریښې د پیدا کولو په موخه ولېږي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، نن دوه شنبې چنایي چارواکو ویلي، د روغتیا نړیوال سازمان د نړیوالو متخصصانو یوه ډله چین هیواد ته د کرونا ویروس د ریښې د پیدا کولو په موخه لیږي.
د راپورونو له مخي، دغه ډله به د روانې جنورۍ میاشتې په ۱۴مه نېټه چین ته لاړه شي.
دا په داسې حال کې ده چې د کرونا ویروس لومړنۍ پیښه یو کال وړاندې د چین په ووهان ښار کې ثبت شوه او وروسته ایران، اروپا، امریکا، هند او ټولې نړۍ ته ورسیدله.
د کرونا ویروس د پیښو زیاتوالې او کمښت په تیر یو کال کې په بیلابیلو هیوادنو کې د بدلون په حال کې وو او وروسته له لومړۍ څپې بیا دویمه څپه يې هم نړیواله شوه او له دې امله هم ډیری کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړو.
پر دې اساس تر اوسه په ټوله نړۍ کې ۸۸۱۱۰۸۹۰ کسان په دې ویروس اخته شوي او له دې ډلې ۱۸۹۹۶۴۷ تنه مړه شوي دي.
هیره دې نه وي چې کرونا ویروس په ټوله نړۍ کې د ځاني زیان سربیره خلکو ته ګڼ مالي زیانونه هم واړول.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي