د پاکستان په سوپر لیګ کې پنځه افغان لوبغاړي واخیستل شول

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د پاکستان د کرکټ کورني تجارتي لیګ (PSL) ته د لوبغاړو د پیر مراسم پرون یکشنبه د پاکستان په لاهور ښار کې ترسره شول، چې پکې پنځه افغان لوبغاړي بیلابیلو لوبډلو ځان ته واخیستل.
د یاد لیګ بولۍ ته تر لسو زیاتو افغان لوبغاړو نوملیکنه کړې وه، خو له ډلې یې راشدخان ارمان، محمدنبي عیسی خېل، مجیب الرحمن ځدران، قیس احمد او نوراحمد لکڼوال وپېرل شول.
محمدنبي او نوراحمد د کراچي کینګز، راشدخان د لاهور قلندرز، مجیب ځدران د پېښور زلمي او قیس احمد بیا د کویټه ګلډیټرز لوبډلې سره یوځای شول.


د پاکستان شپږم پړاو سوپر لیګ د شپږ لوبډلو ترمنځ د راتلونکې فیبرورۍ میاشتې په ۲۰مه نېټه پیلیږي او د مارچ میاشتې تر ۲۲مې نېټې پوري به دوام وکړي.
اسلام اباد یونایټیډ، ملتان سلطانز، لاهور قلندرز، پېښور زلمي، کویټه ګلډیټرز او کراچۍ کینګز هغه شپږ لوبډلې دي، چې په دې لیګ کې به ولوبیږي.
سږ کال د دې لیګ ټولي لوبې د پاکستان په کوربتوب دوو ښارونو لاهور او کراچي کې ترسره کیږي.
د نورو کلونو خلاف داځلې پاکستان دې لیګ ته د پوره چمتوالي ترڅنګ زیات خوشبینه دی، هغه ځکه سږ کال یې لوبې خپل هیواد کې دي او د نورو کلونو په پرتله پکې نامتو او تکړه لوبغاړي اخیستل شوي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.