لیکنه: محمدصابر حمیدي
د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو او تکړه توپاچونکی راشدخان ارمان د اسټرالیا په بیګ باش لیګ کې د خپلې لوبډلې لپاره نن دوشنبه خپله وروستۍ لوبه ترسره کوي او بیا متحده عربي اماراتو ته سفر کوي، تر څو له ملې لوبډلې سره یوځای شي.
ایډلیډ سټرایکرز لوبډلې پر خپلې رسمې ټویټر پاڼې ویلې، راشد به د میلبورن سټارز په وړاندې ورسره اخرینۍ لوبه ترسره کړي او بیا له لوبډلې څخه جلا کیږي.
Rash will play his final game of #BBL10 against the Melbourne Stars at Adelaide Oval tomorrow night, as a date for his departure for the Afghanistan-Ireland ODI series has been decided 🗞️⬇️
— Adelaide Strikers (@StrikersBBL) January 9, 2021
ټاکل شوې د اسټرالیا بیګ باش لیګ ۳۶مه لوبه نن غرمه ۱۲:۴۵ بجې د راشدخان لوبډله ایډلیډ سټرایکرز د میلبورن سټارز په وړاندې ترسره کړي، چې دا به سږ کال په دې لیګ کې د راشدخان ارمان وروستۍ لوبه وي.
رشدخان تر دې دمه پورې بیګ باش کې ۹ لوبې کړي او په دې لوبو کې یې ۱۴ ویکټې اخیستې دي.
راشدخان ارمان وروسته له هغه متحده عربي اماراتو ته ځي، چې محمدنبي وار له مخې متحده عربي اماراتو ته تللی، خو بل افغان لوبغاړی، مجیب ځدران چې لا هم په اسټرالیا کې د خپلې لوبډلې سره دی، د سفر په اړه یې تراوسه معلومات نه دي خپاره شوي.
افغان کرکټ ملې لوبډلې په خپل کوربتوب متحده عربي اماراتو کې د ایرلینډ په وړاندې د روانې جنورۍ میاشتې په ۲۱مه، ۲۴مه او ۲۶مه نېټه درې یو ورځنۍ لوبې ترسره کوي، چې په لوبډله کې راشدخان ارمان، محمدنبي عیسی خېل او مجیب ځدران هم اخیستل شوي.