ژباړه: عرفان لمر
١ – خندا د وينې لوړ فشار راکموي.
٢ – خندا د انسان عمر اوږدوي.
٣ – خندا د انسان سن/ عمر کم ښيي.
٤ – خندا د انسان د هورمونو د تعادل/ برابرښت سبب ګرځي.
٥ – خندا د بدن دفاعي سيستم پياوړى کوي.
٦ – خندا د سيروتونين هورمون ډېروي او د خوشحالى سبب ګرځي.
٧ – خندا د زړه ضربان برابروي.
٨ – خندا د مخ پوستکى روښانه کوي.
٩ – خندا د يادښت اندازه لوړوي.
١٠ – خندا د معدې د زخم/ ټپ څخه مخنيوى کوي.
١١ – خندا د زړه او مغزو له سکتې څخه مخنيوى کوي.
١٢ – خندا د مخ ګونځې له منځه وړي.
١٣ – خندا د مغزو اندرفين زياتوي او د خوشحالۍ سبب ګرځي.
١٤ – خندا د ژور خفګان لپاره غوره درمل دي.
١٥ – خندا د ژوند مالګه ده.
١٦ – خندا د اروايي ناروغيو لپاره ډېره ګټه لري.