خبريال: مدثر دعوت
ډپيکا پاډوکان چې يو له بهترینو اداکارانو څخه ده نن يې د خپلې خوشحالۍ اظهار کړی.
بنګ بنګ او وار هغه فلمونه دي چې ريتيک روشن ورباندي ډېري پيسې ګټلي او د بريا سلنه يې لوړه سوېده.
نن د رتيک روشن کليزه وه، چې په ورته وخت کې يې د خپل نوي فلم پروژه هم اعلان کړه.
” فايټر ” د هغه فلم نوم دی چې د نارينه رول به يې ريتيک روشن ته ور دغاړي وي او د لومړي ځل لپاره به ډپيکا پاډوکان ورسره ولوبېږي.
ډپيکا پر ټولنيزو رسنيو د خپلې خوشحالۍ اظهار کړی او ليکلي يې دي چې “خوبونه واقعاً رښتيا کېږي“.
ډپيکا چې په باليووډ کې خورا بريالۍ ده او په اوسنيو نجونو کې ساری نلري، د هر فلم پر سر ډېري پيسې اخلي د ريتيک سره په يوځای والي ډېره خوشحاله ده.
ددې فلم ډايريکټر او پروډیسر سيدارت انند دی چې له وړاندي يې د ريتيک روشن سره د بنګ بنګ او وار فلمونه جوړ کړيدي.
دا فلم د مارفليکس کمپنۍ له لورې جوړېږي چې د راتلونکې ۲۰۲۲ز د سپټمبر مياشتې په ۳۰مه نېټه ريلېز کېږي.