ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه ساتنې ملي تصدۍ پر ویاند ضیأ ودان برید غندلی او دا یې غټ جنایت یاد کړی دی.
له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، نن سهار د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې ملي تصدۍ عمومي ریاست د ویاند ضیا ودان پر موټر د برید په پایله کې نوموړی له خپلو دوو همکارانو سره ووژل شو.
خبرپاڼه لیکي، ولسمشرغني د دغه تروریستي برید د غندلو پر مهال وویل، پر وطنپالو، ژمنو او خدمتګارو شخصیتونو برید د اسلامي ارزښتونو خلاف او بشر ضد جنایت دی.
خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر دغه برید د طالبانو کار وباله او زیاته یې کړه چې دغه بریدونه ښکاره کوي چې طالبان د سولې لپاره ښه نیت نه لري.
خبرپاڼه کاږي، د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رئیس اړوندو ارګانونو ته د دې وحشیانه برید د عاملینو د پیدا کولو او مجازاتو په اړه د لارښوونې ترڅنګ د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب څرګندوي.
دا په داسې حال کې ده چې نن سهار نهه بجې شاوخوا د کابل ښار اتمې امنیتي حوزې اړوند کارته نو سیمه کې د عامه ساتنې ملي تصدۍ پر ویاند او د مطبوعاتو پر مسوول ضیأ ودان ماین چاودنه وشوه چې له کبله یې هغه او له خپل ساتونکي او موټر چلوونکي سره ووژل شو.
د یادونې ده چې په کابل ښار کې په دې وروستیو کې امنیت ډېر خراب شوی او هره ورځ دغه ښار د یوې مرګونې پېښې شاهد وي.
دغې پیښې عام افغانان هم زیات غوصه کړې، په سوشل میډیا کې یې دغه برید په سختو ټکو غندلی او دولت یې د خلکو په ساتنه کې په پاتې راتلو تورن کړی.