ضیأ ودان ماین چاودنه کې ووژل شو

سپینه تجريدي ډیزاین

د عامه ساتنې ملي تصدۍ ویاند او د مطبوعاتو امر ضیأ ودان نن سهار کارته نو سیمه کې طلایي ښارګوټي ته څېرمه د مقناطیسي ماین چاودنه کې له یوه ساتونکي او موټر چلوونکي سره ووژل شو.
ضیأ ودان ته نږدې سرچینې رسنیو ته وویل، نوموړي نن سهار خپل دفتر ته پر لاره و چې په کارته نو سیمه کې یې پر موټر چاودنه وشوه او د نوموړي په ګډون درې نور کسان چې یو یې ساتونکی او موټر چلوونکی وو وژل شوي دي.
د کابل پولیسو هم په دغه چاودنه کې د عامه ساتنې ملي تصدي د ویاند ضیأ ودان وژل کېدل تایید کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې حکومت د بې مسوولیتي له کبله په کابل ښار کې ډېری ځوانان ووژل شول او تر ډېره هغه ځوانان وژل کېږي چې د خلکو په منځ کې ښه نوم ولري او خلک پرې را ټولېږي.
دغه راز په دې وروستیو کې پر خبریالانو، مدني فعالانو ډېر زیات بریدونه کېږي او په نامعلوم دلیل یې ژوند اخلي په داسې حال کې چې هیڅ کومه وسله‌واله ډله یا شخص یې مسوولیت نه اخلي او نه هم دولت کولای شي چې د یادو ځوانانو قاتلین پیدا کړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي