د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې اندونیزیا، ناروې، استرالیا او د هند د بهرنیو چارو وزیرانو په قطر کې د بین الافغاني خبرو د دویم پړاو پیلېدو هرکلی کړی او د سولې له بهیر سره یې خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړی دی.
د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر تېره ورځ د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د هند د بهرنیو چارو له وزیر جي شنکر، د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیرې مېنټو مرسودي او د ناروې د بهرنیو چارو له وزیر ایني ماري اریکسن سره یې هم د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي.
د یادو هېوادو استازو قطر کې د دویم پړاو مذاکراتو پیلېدو هرکلی کړی دی.
اتمر ویلي، د سولې لپاره د اسلامي نړۍ رول او ملاتړ مهم دی.
د یادو هېوادونو ملاتړ داسې مهال دی چې ټاکل شوې نن په قطر کې د بین الافغاني خبرو د اجنډا پر موضوعاتو رسمي بحثونه پیل شي.
د افغانستان دولت او طالبانو د مرکچي ټیمونو غړي وايي چې د دویم پړاو خبرو مقدماتي ناستې شوي او پر موضوعاتو بحث به نن ورځ پيل شي.
په ورته مهال د حکومت مذاکراتي ټیم تېره ورځ خپلمنځي ناسته کړې او له طالبانو سره یې د اجنډا د موضوعاتو په اړه مشورې کړې دي.
د حکومت مرکچي ټیم غړیو په خپلو خبرو کې ویلي چې دویم پړاو مذاکرات به خورا پیچلي وي، ځکه چې د اوربند او د نظام د تغیر په څېر مسایل پکې تر بحث لاندې نیول کیږي.
بل خوا افغان مېرمنې ټینګار کوي چې په دویم پړاو مذاکراتو کې دې اوربند ته لومړیتوب ورکړل شي، تر څو په افغانستان کې د وژنو روانه لړۍ پای ته ورسېږي.
په همدې موخه د پکتيا، لوګر، پکتيکا او خوست ولايتونو ښځو په ګردېز کې د سولې مذاکراتو اړوند يوه غونډه کې وويل چې دويم پړاو خبرو کې بايد اوربند ته لومړيتوب ورکړل شي.
دوی د سولې پروسه کې د ښځو رول ته په کتو وویل، مېرمنو ته باید په دغه پروسه کې ونډه ورکړل شي، ځکه چې د کورنۍ غړي یې په جګړه کې له لاسه ورکړي دي.
د دوی په وینا نه یواځې مېرمنو ته، بلکې ځوانانو، قومي مشرانو او هغو کورنيو ته برخه ورکړل شي، چې په جګړه کې یې قرباني ورکړې ده.
د یادونې وړ ده چې د افغان حکومت او طالبانو تېر پړاو مذاکراتو درې میاشتې دوام وکړ او دواړه لوري د مذاکراتو پر اجنډا هوکړې ته ورسېدل خو اوس ویل کیږي، چې دوحه کې د مذاکراتو یو اساسي بحث به د نظام مسله وي او ټاکل شوې چې نن د شنبې په ورځ به پر موضوعاتو بحث پيل شي.