د پاکستان پخوانی چټک توپ اچوونکی شعیب اختر وایي، وېره لرم چې پاکستان به له دې وروسته نور د ټېسټ لوبو لپاره دعوت نشي.
نوموړي په یوه ویډیو کې دغه خبرې کړي دي.
شعیب اختر ویلي، چې د پاکستان لوبډله به لا بد راتلونکی ولري او زیاتې لوبې به وبایللي.
نوموړي ویلي:
«مسئله دا نه ده، چې مونږ لوبلړۍ وبایللې، بلکې مسئله دا ده، چې ډېر په بد حالت کې مو وبایللې، د پاکستان کرکټ لوبډلې دېر کمزورې او شرموونکې لوبې وکړې، ډېر زیات توپیري چلندونه یا انتقادونه هم وو، چې هغه نشم بیانولی»
هغه د پاکستان په کرکټ بورډ انتقاد کړی.
اختر زیاته کړې چې د ټېسټ لوبو ځانګړي ماهر لوبغاړي ازهرعلي په ټول کال کې ۷ ټېسټ لوبې کړي او حال دا چې داسې لوبغاړو ته باید ډېر چانس ورکړل شي.
نوموړي زیاته کړې داخلي کرکټ له صفر سره ضرب دی او په کلب یا مسلکي کرکټ باندې هیڅ پانګونه نه ده شوې.
شعیب اختر څرګندوي، کله چې په داخلي کرکټ پانګونه نه وي، تمرینات نه وي، داخلي لوبې نه وي، نو پاکستاني لوبغاړي به څنګه وکولای شي، چې بهر کې ښې لوبې وکړي.
اختر وایي:
«متاسفانه پاکستانۍ لوبډله په ډېر بد حالت کې قرار لري او ښایي هیڅوک هم له دې وروسته د کمزورو لوبو له امله له دوی سره لوبلړۍ ونه کړي».
هغه وایي په ټېسټ لوبو درجه بندۍ کې د پاکستان لوبډله اتم ځای ته تلونکې ده او که نورو لوبې وبایلي، ښایي نور هم وروسته شي.
شعیب اختر دا څرګندونې وروسته له هغې کړي، چې له ۲۰۱۸ کال راهیسې د پاکستان لوبډلې په ټېسټ، یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو کې پراخې ماتې خوړلي او د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې دا لوبډله مخ په ځوړ ده.
په شل اوریزو لوبو کې له لومړي مقام څخه څلورم مقام ته تللې ده، په ټېسټ لوبو کې اتم ځای ته تلونکې ده او په یو ورځنیو لوبو کې هم اووم نمبر ده.
دې لوبډلې خپله وروستۍ ټېسټ لوبلړۍ دوه د صفر پر وړاندې نیوزیلېنډ ته وبایلله او دویمه لوبه یې ترې په یوه پاڼۍ او ۱۷۶ منډو وګټله.