امریکا کې د ټرمپ پلویان لاهم هڅه کوي چې د بایډن د بریا د اعلان مخنیوی وکړي.
خو د امریکا د استازو مجلس مشرې نانسي پلوسي لاریون کوونکو ته په خطاب کې ویلي: « تاسې غوښتل موږ له خپلې پرېکړې راوګرځوئ، خو دا کار ناشونی دی او نن به کانګریس خپله پرېکړه اعلانوي.
پلوسي پر کانګریس برید په کلکو ټکو غندلی دی او په خبره یې پرکپېټال هال ودانۍ د لاریون کوونکو ننوتل له سپکاوي ډک عمل دی.
هغې زیاته کړې د دې لاریون اصلي تنظیموونکي به ډېر ژر د قانون منګولو ته وسپارل شي.
پلوسي په ټينګار سره ویلي چې نن به د خلکو د رایې په اساس د بایډن بریا ارو مرو تایید کړي.
په لومړیو کې د ټرمپ د قهرېدلو پلویانو له امله د په کانګرس کې غونډه ځنډېدلې وه خو یاده غونډه بېرته د ټرمپ د مرستیال مایک پینس په مشرۍ پيل شوې ده.
پينس ویلي: « سمه ده چې د ټرمپ مرستیال دی خو د امریکا د ولس پرېکړو ته درناوی لري او نن به په کانګریس کې هغه پرېکړه کېږي چې امریکایانو رایه ورکړې ده.»
د امريکایي رسنیو د معلوماتو له مخې د امریکا په کانګریس کې په رسمي توګه د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو د تایید غونډه روانه ده.
دوی وایي غونډه څو ساعته د سختو اعتراضونو له امله ځنډېدلې وه خو دمګړی وضعیت نورمال برېښي.
د امریکا پر کانګرېس د لاریون کوونکو په ننني برید کې څلور کسه وژل شوي دي.
امریکایي رسنۍ د پولیسو له قوله لیکي چې، لاریون کوونکو د پاشلو لپاره یې له ربړي ګولیو او اوښکي بهوونکي ګاز کار اخیستی دی.
سرچینې زیاتوي ې ګڼ نور کسان ټپیان شوي هم دي او تر دې دمه پولیسو پنځوس کسه لاریون کوونکي نیولي دي.
بل لورته د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکي جو بايډن د ټرمپ د پلویانو پر لاریون او پرکانګرېس ودانۍ د دوی برید خواشينې ښودلې.
هغه ويلي:« نن د امریکا په تاریخ کې تر ټولو بده او توره ورځ ده، د مظاهرو ډرامه د ولس حقیقي نمایندګي نه شي کولی.»
بايډن زیاته کړې د ټرمپ پلويان چې کانګرس ته ننوتي، د رایو تقدس یې پایمال کړی او غیر قانوني کړنه ده ده.
نوموړي له ټرمپ غوښتي چې خپلو پلویانو ته له کانګرس وتلو امر وکړي او په وینا یې که هر څه پېښ شول نو مسوولیت به یې د ټرمپ په غاړه وي.
لاریون کوونکو په پایتخت واشنګټن ډي سي ښارکې د لاریون پر مهال د خبریالانو کمرې او نور وسایل هم له منځه وړي دي.
د ډونالډ ټرمپ د پلویانو له لوري لاریونونه په ځینې سیمو کې پر تاوتریخوالي بدل شوي دي.
د ډونالډ ټرمپ پلویانو د یاد هیواد پایتخت کې داسې مهال لاریون او پر هغه ودانۍ یې برید کړی چې په کې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو پایلې ور لېږدول کېدې.
وروستیو لاریونونو سخت غبرګونونه هم پارولې دي.
د ناټو سرمنشي، ینس سټولټنبرګ په دغه پېښه خوشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د ډیموکراتیکو ټاکنو پایلو ته باید درناوی وشي.
د امریکا پخوانیو ولسمشرانو، جورج بوش او باراک اوباما هم د ټرمپ د پلویانو دا کارغندلی دی.
هیره دې نه وي چې ټولنیزې شبکې ټوېټر د ډونالډ ټرمپ ټوېټرپاڼه د لنډې مودې لپاره تړلې ده.
د ټرمپ ټوېټر د هغه ټوېټونو له امله تړل شوې کوم چې نوموړي د ټاکنو په اړه خپاره کړي.
ټوېټر ویلي:« د ټرمپ ټوېټر د نوموړي د سیاسي اخلاقو د نقص له امله حذف کوو.»
ټوېټر د ټرمپ له پیغامونو سره له معیارونو د سرغړونې نښان هم لګولی دی.
بل لورته د فېسبوک کمپنۍ هم د ټرمپ د فېسبوک اکونټ د ۲۴ ساعتونو لپاره له خپرونو بند کړی دی.
دې ټولنیزې شبکې ویلي چې، ټرمپ د دې کمپنۍ له ستنډرونو سرغړونه کړې او فېسبوکي پوسټونه یې د تاوتریخوالي سبب ګرځېدلي دي.