د کرکټ په نړۍ کې ډېری لوبغاړي په مختلفو شاټونو وهلو ډېره تکیه کوي، ترڅو بونډریانې ولوبوي او زیاتې منډې وکړې.
بل پلو توپوهونکی غواړي هغه شاټ ولوبوي، چې دی ورسره ارامه وي او اسانه یې وهلی شي.
دلته به د ځېنو کرکټ شاټونو په اړه معلومات وړاندې کړو.
شفل شاټ
Shuffle shot
په کرکټ کې شفلېنګ هغه ته ویل کېږي، کله چې یو توپوهونکی مخکې له دې چې بالر بال وکړي، نو دی له خپل ځای څخه یا مخکې ځي یا وروسته کېږي.
په دې سره توپوهونکی غواړي چې د بالر ذهنیت د توپ اچونې برخه کې بدل کړي.
یعنې یو توپ اچوونکی چې کله بال کوي، هغه ذهن کې له وړاندې نیولي وي، چې یارکر، ګوډ لاین، یا هم شارټ لاین بال وکړي؛ خو د بالر له سټارټ سره سم دلته توپوهونکی په کریز کې یا مخکې ځي یا شاته ځي او لاین کراس کوي، چې دې چارې ته شفلېنګ یا شفل واي.
شفل په انګلیسي کې نا منظم تګ ته وایي.
که توپوهونکی په کرکټ کې همداسې مخکې شي او بیا وروسته شي، وروسته شي او بیا مخکې شي او توپ ولوبوي، نو دې ته شفل شاټ وايي.
دا چاره اوس وخت کې د اسټرالیا سټیف سمېت ډېره کوي.
په پخوانیو لوبغاړو د ویسټ انډیز چندرپال ډېر شفل کاوه.
شفل شاټ لېنک:
بېک فوټ شاټ
Back foot
بېک فوټ شاټ هغه شاټ ته وایي، چې توپوهونکی ښي پښه شاته کړي او چپه پښه رامخکې کړي.
کله چې د پښې څوکې ورسره پورته کړي او د چپې پښې په رامخکې کېدو سره توپوهونکی شاټ ولوبوي، دې ته بېک فوټ شاټ وایي، بېک فوټ دفاع، بېک فوټ ډرایف او بېک فوټ فول شاټونه هم لوبول کېږي.
لېنک:
https://www.youtube.com/watch?v=mPu1RsKstpo
اپر کټ شاټ
Upper cut
کله چې توپ اچوونکي توپ په اف سټم ترسره کړي او دغه توپ باډي لاین یا شارټ لاین وي، نو توپ وهونکی ورته ملا ماتوي او یا یې هم د بېټ په منځنۍ برخه سره په نیغې ملا سره لوبوي او بالاخره توپ ترډ مېن ساحې ته لوبوي.
لېټ کټ شاټ
Late cut
لېټ کټ شاټ یو توپ وهونکی د ترډ مېن پر لور لوبوي او توپ ته لږ انتظار کوي، کله چې توپ د توپوهونکي له باډي څخه تېر شي او وېکټو برید ته نږدې شي، لږ بېټ وار اچوي او زاویه ورته برابروي.
وروسته بېټ ور اچوي او توپ لومړي سلېپ یا دویم سلېپ کې لوبوي.
چیکي کټ شاټ
Cheeky shot
چیکي شاټ هغه دی کله چې یو توپوهونکي توپ ته پوره بېټ ور وانه چوي او د بېټ په لږ فشار سره توپ ولوبوي، دا شاټونه زیاتره وخت په پېډل سره او یا هم د بلاک توپ په اوچتولو سره لوبول کېږي.
دا شاټ او فلېک شاټ تقریبا سره نږدې دي.
ډاون د ګراونډ
Down the ground
کله چې یو توپ وهونکی په توپ پسې د قدمونو استعمال وکړي او توپ پسې بهر راوځي؛ نو بیا هغه ډاون د ګراونډ شاټ وايي.
ټایمېنګ شاټ
Timing shot
ټایمېنګ شاټ دې ته وایي کله چې توپوهونکی بال پول ونه لوبوي او لاین ټو وېکټ بال توپ یا سیده وېکټو ته توپ د بېټ په منځنۍ برخې سره مخامخ ولوبوي.
پېډل شاټ
Pedal shot
توپ ته چې بېټ هوار کېږدی او د ځمکې له سر یا اوچت توپ د بېټ په منځنۍ برخې سره ولوبول شي او شاته واړول شي، یا په چپه اوږه واړول شي او یا هم فاین لېګ یا سکوېر لېګ ته ولوبول شي، دې ته بیا پېډل شاټ وایي.
دا شاټ په اف سټم هم کله کله وهل کېدای شي.
Pull shot
پول شاټ
پول شاټ؛ کله چې توپوهونکی توپ په پوره ډول ولوبوي او ځان هم ورسره نوي درجې یا له هغې زیات تاو کړي او د بېټ د تاوېدو زاویه یې هم یا نوي وي یا له نوي څخه زیاته وي.
د کرکټ په نړۍ کې ډېر شاټونه هم شته چې توپوهونکي یې کار وي.
چورلکیز شاټ
Helicopter shot
دا شاټ ایم ایس ډوني اختراع کړی او اوس یې ډېر کرکټران استعمالوي او د افغانستان څخه راشدخان او شهزاد محمدي پکې ډېر مهارت لري.
هېلیکوپټر شاټونه زیاتره وخت په یارکر او یا بلاک توپونو باندې کېږي، چې بېټ د ښي اوږې نه په توپ په چټکۍ سره په لېګ سټم راخوشې کېږي او توپ د پښو له سطحې په بېټ لوبو کېږي.