د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي وایي، ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د یو لوړ پوړي پلاوي په ملتیا ننګرهار ولایت راورسېد.
خوږیاڼی زیاتوي، چې ولسمشر به په جلال اباد کې د والي ضیاءالحق امرخېل په ګډون له یو شمې نورو چارواکو، د ټولنې له بېلا بېلو قشرونو او نظامي مسؤلینو سره لیده کاته وکړي.
د خوږیاڼي په وینا د ولسمشر په حضور کې د به په دغه ولایت کې د جوړ شويو ۴۵ ښوونځيو د ودانیو پرانیسته وشي.
نوموړی زیاتوي چې ولسمشر به همدا راز د ستروسو نندارتون څخه هم ليدنه وکړي.
د خوږیاڼي په خبره ټاکل شوې ولسمشر سره دې سفر کې د هغه لومړی مرستيال، ملي امنيت سلاکار، د کابينې يو شمېر وزيران، د ملي شورا يو شمېر غړي او نور ګډون لري.
ولسمشر غني داسې مهال ننګرهار ولایت ته په سفر تللی چې په دې وروستیو کې د ولایتونو امنیتي وضعیت خراب شوی او د طالبانو تاوتریخوالی اوس هم دوام لري.