لویې څارنوالۍ روان کال کې ۱۸۰۳ قضیو ته رسېدنه کړې

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د لویې څارنوالې ویاند جمشید رسولي نن په یوه خبري ناسته کې خبریالانو ته وویل، چې لویې څارنوالۍ په روان هجري کال کې د اداري فساد ۱۸۰۳ قضیو ته رسیدنه کړې ده، او زیاتوي چې دا قضیي د ملکي سکتور اړوند دي او له جملې يې ۱۱۲۲ د ولایتونو له اداري فساد سره د مبارزې استیناف څارنوالیو، عدلي او قضايي مرکز کې ثبت شوي دي.
رسولي په یادې ناستې کې وویل، له درنو جرمونو سره د مبارزې په عدلي او قضايي مرکز کې د اداري فساد د ۲۷۸ قضیو څخه ۲۱۵ قضیې د ملکي بنسټونو او ۶۳ نورې قضيې د ملکي بنسټونو او ۶۳ نورې قضيې د امنیتي او دفاعي سکتور اړوند دي.
نوموړي وویل، چې له درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز په ۱۳۹۹ کال کې ۱۳۲ قضیو ته رسیدګي کړې ده او قانوني پرېکړې کړي دي، خو وايي چې ۱۴۶ نورې قضیې تر څېړنو لاندې دي.
د لوې څارنوالې ویاند زیاته کړه چې په افغانستان کې د بښنې فرهنګ مخ په ختمیدو دی او په دې تړاو د یو شمیر کسانو اعتراضونه چې راپورته شوي دي لویه څارنوالۍ به يې بې اساسه ادعاوې له منځه یوسي.
دغه راز د لویې څارنوالۍ ویاند وویل، چې په لومړي ځل د افغانستان په تاریخ کې د حکومت لوړپوړي چارواکي، قاچاقچبران او قانون ماتوونکي محکمو ته سپارل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، لوې څارنوالۍ د یوه خپلواک بنسټ په توګه هېڅکله د سیاسي او ټولینزو شرایطو تر اغېزې لاندې تصمیم نه دی نیولی او وبه یې هم نه نیسي.
دا په داسې حال کې ده چې موده وړاندې د یادې ادارې لخوا درې تنه د مشرانو جرګې غړي د بډې اخیستلو په تور نیول شوي وو.
خو لږ موده وروسته یادې ادارې دا درې سناتوران د مشرانو جرګې په غوښتنې په ضمانت خوشې کړل او وايي چې دوسیه يې لا هم د څیړنې لاندې ده.
په ورته وخت کې په عامې روغتیا وزارت کې هم څلور تنه د لوې څارنوالۍ لخوا د بډې غوښتلو په تور ونیول شول چې له دې ډلې یو يې د عامې روغتیا د وزیر ورور او بل يې زوم و او له دې امله د عامې روغتیا وزیر هم د ولسمشر غني لخوا له دندې ګوښه شو.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي