ژباړه: عرفان لمر
د انارو پوستکى د چينجيو او اسهال ضد درمل دي. انار ادرار راوړونکي او د تندې د له منځه وړونکي دي. که له ډوډۍ وروسته وخوړل شي د څېرې د روښانتيا سبب ګرځي.
هغه کسان چې ډنګر دي د انارو خوړل ورته ګټه رسوي البته خوږ انار تريو انار د هغه کسانو لپاره چې د معدې زخم لري ښه نه دي.
خوږ انار د ټوخي ضد دى او د غږ د بدښت مخه نيسي.
انار يخ دى د معدې او ځيګر قوي کوونکي دي. د انارو مربا وزن زياتوي همدارنګه د قبضيت ضد ده، هغه کسان چې د خاورو له خوړلو سره علاقه لري د انارو مربا دې وخوري.
د ښځينه وو د ساده ترشحاتو د له منځه وړلو لپاره د انارو ګل جوش او هر سهار دې دوه ګيلاسه وڅښل شي. هغه کسان چې بادي بواسير لري د انارو پوستکي دې ويشوي او د نيم ساعت لپاره دې په کې کېني.
هغه کسان چې کمخونه دي د انارو پاڼې دې د چاى په شکل وڅښي.
د وچ ټوخي او يا د سينې د درد لپاره د انارو سر سورى، څو څاڅکي د خوږو بادامو تيل پرې واچوئ په اور يې کيږدۍ چې تيل ښه جذب شي بيا يې وخورئ ګټه لري.
هغه ميندې چې غواړي ښکلى اولاد ولري د حاملګۍ پر مهال دې انار ډير وخوري.
د شکرو ناروغانو ته انار ښه ميوه ده همدارنګه روږدو کسانو لپاره دوا ده ځکه وينه پاکوي.