ولسمشر غني د خلیلزاد د لیدنې غوښتنه رد کړې

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د افغانستان د ملي امنیت شورا له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر او د چارو ادارې رییس فضل محمود فضلي د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دي.

سرچینه وایي چې په دې لیدنه کې په سیمه او افغانستان کې پر روان وضعیت او سولې خبرې شوې دي.

د سرچینې په خبره دواړو لورو ټینګار کړی چې باید د سولې خبرې لاس ته راوړنې وساتي او د یوه خپلواک پیاوړي او با ثباته افغانستان د جوړېدو سبب شي.

افغان لوري همدا راز د سولې له خبرو سره هم مهاله تاوتریخوالی هم د اندېښنې وړ بللی دی او له امریکايي لوري یې غوښتي چې په دې تړاو خپل دریځ روښانه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ دوحې ته دافغان پلاوي له تګ سره سم زلمی خلیلزاد کابل ته را ورسېده او دلته یې پر افغان سوله له افغان چارواکو سره لیده کاته پيل کړل.

زلمي خلیلزاد کابل ته په راتګ سره د ملي مصالې عالي شورا د رییس عبدالله عبدالله سره کتلي دي.

د یادې شورا د معلوماتو له مخې، عبدالله د سولې په برخه کې د امریکا له ملاتړ څخه مننه کړې او په بریالۍ توګه یې د بین الافغاني مذاکراتو د لومړي پړاو له پای ته رسېدو هرکلی کړی دی.

عبدالله دغه راز په هېواد کې د هدفي وژنو او د تاوتریخوالي ډېرېدو ته په اشارې ویلي چې نور تاوتریخوالی د منلو نه دی او ژر باید په هېواد کې روان تاوتریخوالی پای ته ورسېږي.

د سرچینې په خبره، خلیلزاد هم د دویم پړاو مذاکراتو له پیلېدو هرکلی کړی او له دې خبرو یې د امریکا پر بشپړ ملاتړ ټینګار کړی دی.

خلیلزاد هم د تاوتریخوالي لوړې کچې ته په اشارې زیاته کړې چې دواړه لوري باید له رامنځته شوي فرصت څخه په استفادې روان تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدي.

همدا راز زلمي خلیلزاد، په کابل کې د امریکایي سفارت د سرپرست راس ویلسون او د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو د قومندان جنرال سکاټ میلر په ملتیا د هېواد له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم لیدلي دي.

د کرزي د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې، د افغان سولې پروسې او په دغه برخه کې د راتلونکو ګامونو په اړه هر اړخیزې خبرې شوې او پر یو خپلواک او د ملي حاکمیت لرونکي افغانستان باندې ټینګار شوی دی.

تازه زلمی خلیلزاد ته ځينو نږدې سرچینو رسنیو ته ویلي ولسمشر غني د خلیلزاد د ملاقات غوښتنه رد کړې او ویلي چې دی بوخت دی او وخت نه لري چې  خلیلزاد سره وګوري.

بلخوا راپورونه وایي چې ولسمشر غني د سولې پر روان بهیر ناخوښ دی او کوم څه چې شوي او کیږي د ولسمشر د پلان او غوښتنې مطابق روان نه دي.

خلیلزاد په کابل کې دی او تر دې دمه یې له پخواني ولسمشر کرزي، عبدالله عبدالله، استاد سیاف ، حنیف اتمر او حمدالله محب سره لیدنې کتنې کړې دي.

سره له دې چې په هېواد کې جګړه وروستۍ حد ته رسېدلې خو بیا هم د سولې دوهم پړاو خبرو پیل ته افغانان هیله من دي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي