پر کابل پوهنتون د برید قربانیان: بریدګر محمد عادل دې عام محضر کې اعدام شي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

هغه مور چې لور یې د کابل پوهنتون په برید کې ځوانیمرګه شوه وايي، ۲۱ کلنه حسینه د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي د درېیم کال محصله وه.

د حسینې مور زیاتوي، چې د لور یواځینی ارمان یې دا و چې خپلې لوړې زده کړې بشپړې او هېواد ته د خدمت جوګه شي.

د حسینې مور له له ازادي راډيو سره په خبرو کې ویلي، د بې ګناه انسانانو وژنه باید نوره ودرول شي.

د افغانستان سترې محکمې تېره ورځ په کابل پوهنتون د برید په تړاو نیول شوی کس محمد عادل په اعدام محکوم کړ.

سترې محکمې په یوې خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې محمد عادل د کابل پوهنتون د برید له طرحانو څخه و.

په اعلاميه کې دا هم راغلي چې د دغه برید یو بل تورن عبیدالله، داعش ډله کې د غړیتوب، ماین خښونې، د چاودیدونکو توکو لېږد او سړي تښتونکي په تور په ۲۵ کاله بند محکوم شوی دی.

دغه شان عبدالکبار او خدا بخش د ملي خیانت، داعش ډله کې د غړیتوب او سړي تښتونې په جرم هر یو په ۱۲ کاله بند محکوم شوي دي.

په ورته وخت کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د سترې محکمې دغه ګام ستایلی او ویلي دي چې دغه کړنه د عدالت پلي کولو لپاره ښه زیری دی.

پر کابل پوهنتون د عقرب په دیارلسمه ډله ییز برید وشو چې په لړ کې یې ۲۲ تنه محصلین ووژل شول او ۴۰ نور ژوبل شول.

د داعش یا اسلامي دولت “خراسان څانګې” د دې برید مسوولیت ومانه.

له حملې وروسته د افغانستان حکومت د دغه برید په تړاو ۳ تنه ونیول او ویې ویل چې نیول شوي کسان پر کابل پوهنتون د حملې اصلي طراحان دي.

د دریو تنو له نیول کېدو وروسته د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د وژل شویو کسانو له خپلوانو وغوښتل چې د حق العبدي دعوه ثبت کړي.

ولسمشر غني هم ویلي و چې نیول شوي کسان به په علني محکمه کې محاکمه شي.

د کابل پوهنتون برید د هیواد سربیره ګڼو هیوادونو وغندلو او دا یې یو وحشیانه عمل یاد کړی و.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي