د حکومت ځینې لوړ پوړي چارواکي کندهار ته لاړل

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د افغان حکومت څلور لوړ پوړي چارواکي، د ملي امنیت شورا سلاکار، د کورنیو چارو وزیر، د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس، او لوی درستیز کندهار ته تللي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، د وسله‌وال پوځ لوی درستیز جنرال یاسین ضیأ، د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي، د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس شمیم کټوازی او د عامه تصدۍ مشر جنرال خوشحال سادات کندهار ته تللي.

ویل کېږي په کندهار ولایت کې د وروستیو امنیتي ستونزو له کبله دغه پلاوي یاد ولایت ته تللي ترڅو د دغه ولایت امنیتي وضعیت و ارزوي.

د ملي امنیت شورا دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې حمد الله محب به په دې سفر کې د کندهار له سیمه ییزو چارواکو، قومي مشرانو، د مدني ټولنې له استازو، ځوانانو او د ښځو له استازو سره وګوري.

د کندهار ګوښه شوی والي حیات الله حیات د یاد ولایت په هوایي ډګر کې د دې پلاوي هرکلي ته ورغلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په کندهار ولایت کې امنیتي وضعیت سخت د خرابېدو په حال کې دی او جګړه د ښار څنډو ته رسېدلې، د کندهار خلک له دې وېره لري چې ښار د طالبانو لاس ته ونه لوېږي.

تېره شپه د سیمه‌ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له خوا کندهار ته نوی والي معرفي شو او پخواني والي له دندې لرې شو، په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازی روح‌الله خانزاده د کندهار د نوي والي په توګه وټاکل شو.

تردې وړاندې د کندهار مخکیني والي حیات الله حیات له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي و، چې په کندهار کې د وروستیو جګړو له کبله ۷۰ سلنه پولیسو دندې پرېښې دي او پوستې یې د طالبانو لاس ته لویدلې دي.

خو د کندهار امنیه قومندان تادین خان د والي څرګندونې بې بنسټه وبللي، او زیاته کړې یې وه چې اوس مهال د نورو وختونو څخه زیات عام ولس دې ته لېواله شوی چې د پولیسو، اردو او ملي امنیت لیکو ته خپل اولادونه ولېږي.

د نوموړي په وینا چې تر دا مهاله د کندهار د پولیسو د تشکیل لپاره ځینې کسان جواب شوي هم دي ځکه چې تشکیل پوره دی او خلک لا نور هم هڅه کوي چې د پولیسو دنده ترلاسه کړي.

دغه راز داسې ګنګوسې هم شته چې د کندهار امنیه قومندان تادین خان هم له دندې ګوښه شوی تراوسه د نوموړي پر ځای د امنیت امر فرید مشعل دنده پر مخ وړي، خو دغه خبر تراوسه په رسمي توګه نه دی تایید شوی.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي