کرېس ګېل؛ ۴ کاله نور هم کرکټ کولای شم

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د شپږیزو پاچا، د کرکټ نړۍ مالګه او د لوبو جذابوونکي ویسټ انډیزي کرېسټوفر هېنري ګېل ویلي، چې دی اوس ۴۱ کلن دی او تر ۴۵ کلنۍ پورې کرکټ کولای شي.

نوموړی لا هم د کرکټ په نړۍ کې ځلېږي او خورا ښه توپوهنه کوي.

ګېل د ۲۰۲۰ کال په آی پي اېل کې هم د پنجاب لوبډلې لپاره خطرناکې لوبې نندارې ته وړاندې کړې.

یو ځل په ۹۹ منډو اوټ شو او خورا غوسه هم شو.

کرېس ګېل او د استعفا مسایل

په ۲۰۱۹ کال نړیوال جام کې کرېس ګېل وویل، چې د ۲۰۲۰ کال شل اوریز جام وروسته به شل اوریز کرکټ هم پرېږدي؛ خو د ۲۰۲۰ کې نړیوال جام د کرونا ویروس له امله ترسره نشو.

نو کرېس ګېل هم د خپلې استعفا مسایل وځنډول.

له نړیوال جام وروسته هغه دا هم وویل، چې یو ورځنۍ او ټېسټ لوبو سره یې مخه ښه وکړه.

نوموړی د افغانستان خلاف یو ورځنیو او ټېسټ لوبه کې ونه لوبېد او د دې سربېره په ګڼو نورو لوبو کې هم له ویسټ انډیز سره نه برېښي؛ خو د سوداګریزو لیګونو لوبغالي یې په شپږیزو ښایسته دي.

د سریلانکا په سوداګریز کرکټ لیګ کې اخېستل شوی و، خو ونه لوبېد.

ښایي نوموړی د ۲۰۲۱ کال شل اوریز جام کې له لوبېدو وروسته د استعفا پرېکړه وکړي.

134819879_4186723054675428_8152669254491912978_o.jpg

د ویسټ انډیز د کرکټ بورډ غبرګون

د ویسټ انډیز کرکټ بورډ او لوبډلمشر کېرون پولارډ ویلي وو، چې دا د کرېس ګېل خپله خوښه ده، چې هر کله استعفا ورکوي.

جېسن هولډر چې د ویسټ انډیز د ټېسټ لوبو لوبډلمشر دی، هغه هم د کرېس ګېل استعفا د هغه خپله خوښه بللې وه.

د کرکټ ډېری مینوال هم ګېل خوښوي او د لوبو سره مخې ښې ته یې اندېښمن دي.

ګېل او لوبې یې

نوموړی په ۱۹۹۹ م کې د ویسټ انډیز ملي لوبډله کې لوبېدل پیل کړل، لومړۍ یو ورځنۍ لوبه یې په ۱۹۹۹ کې د هندوستان خلاف وکړه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه یې په ۲۰۱۹ کال کې د هند خلاف وکړه.

درې سوه لوبو کې یې ۱۰ زره ۴۸۰ منډې کړي او یوه لوبه کې یې لوړې منډې ۲۱۵ دي.

۲۵ سلیزې، یوه غبرګه سلیزه او ۵۴ یې نیمه سلیزې وهلي دي.

د ټېسټ لوبو پیل یې په ۲۰۰۰ کال کې د زِمبابوې خلاف کړی، ۱۰۳ لوبو کې یې ۷ زره ۲۱۵ منډې کړي دي.

د شل اوریزو لوبو پیل یې په ۲۰۰۶ کې د نیوزیلېنډ پر وړاندې کړی دی.

۵۸ شل اوریزو لوبو کې یې ۱۶۲۷ منډې کړي دي، دوه یې سلیزې او ۱۳ یې پنځوسیزې وهلي دي.

دی د شپږیزو د پاچا په نامه هم مشهور دی او په شل اوریزو لوبو کې یې له زرو زیاتې شپږیزې وهلي دي، البته سوداګریز لیګونه هم پکې شامل دي.