ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د حکومت د لوړو پوړو چارواکو ټاکل او لرې کول د ولسمشر واک او صلاحیت دی.
ارګ په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې ولسمشر ته د اساسي قانون د څلورویشتمې مادې د یوولسمې فقرې پر اساس، د لوړپوړو دولتي مقاماتو ټاکلو او عزلولو بشپړ واک ورکړل شوی دی.
ارګ دا ټینګار وروسته له هغې کوي چې له دندې څخه د عامې روغتیا د وزیر جواد عثماني لرې کولو یو لړ بحثونه راپورته کړل.
له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، “د عامې روغتیا مخکینی وزیر چې د ۱۳۹۹ کال د جدې په ۱۱ نیټه د افغانستان اسلامي جمهوريت د ولسمشر لخوا د ۱۳۹۶۹ ګڼې حکم په اساس عزل شو او په دې اړه بحثونو او بیا کتنو ته اړتیا نشته.”
ولسمشرۍ ماڼۍ همدرانګه ویلي چې ډېر ژر به د عامې روغتیا وزرات لپاره سرپرست وزیر معرفي شي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره اوونۍ کې لوې څارنوالۍ او ملي امنیت د عامې روغتیا په وزارت کې څلور کسان د بډې اخیستو په تړاو ونیول چې له هغو کسانو یو د عامې روغتیا وزیر ورور او بل يې زوم وه.
له دې وروسته ولسمشر غني له احمد جواد عثماني څخه غوښتنه وکړه چې له خپلې دندې دې استعفا وکړي خو نوموړې له استعفا کولو ډډه وکړه او ويې ویل چې جرم یو فردي عمل دی نو هر هغه چا چې دا عمل ترسره کړی که ددې کورنۍ څخه هم وي باید خپله سزا وویني.
خو ولسمشر نوموړی له دندې ګوښه او پر ځای د سرپرست د ټاکل کیدو اعلان وکړ. جواد عثماني په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي و چې دی خبر نه وو چې دفتر ته تګ وړاندې یې د ګوښه کېدو لیک تر لاسه کړ.