منظور پښتين د سترو لاريونونو خبر ورکړی

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

خبريال: مدثر دعوت
منظور پښتين له ملګرو غوښتي چې د راتلونکو احتجاجي لاريونونو لپاره تياری ونيسي.
د تېرې چهارشنبې په ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو په اروپا کې د پاکستان د حکومت څخه د علي وزير او ملګرو د خوشي کېدو تر څنګ د افغان حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د دوو وژل سويو خبريالانو محمد الياس داعي او ملالې ميوند قاتلان ونيسي او علني جزا ورکړي .

دوی په هالنډ کې د پاکستان د سفارت مخته راټول سوي وه چې د هماغه سیمې اوسېدونکې هم ورسره مله وه، د شهيدانو او نيول سويو کسانو انځورونه ورسره وه.

د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور پښتين نن پر خپلې فيسبوک پاڼې ليکلې چې د راتلونکې يکشنبې په ورځ په اسلام اباد، کوټه او پېښور کې د علي وزير او نورو ملګرو د خلاصولو په اړه احتجاجي لاريون کوي.
منظور پښتين ليکي:
((دریم جنوری 2021 د اتوار ورځ ته به په پشاور، کوئټه او اسلام اباد کې د پشتون ژغورنې غورځنګ له اړخه د علی وزیر او ورسره نور بندیان نورالله ترین ، محمد شیر، شیر ایوب ، حسن ، بصیر، اویس ابدال ، حنیف پشتین، فهیم او مولانا اعجاز د راخلاصولو د پاره احتجاجی لاریونونه وی.
ټول ملګری ورته تیاری وکئ)).
د تېرو څو کلونو راهيسې د پښتون ژغورنې غورځنګ د خپلو ورک سويو او وژل سويو کسانو د حق غوښتنې لپاره حرکت پيل کړی چې د پاکستان د حکومت يې سخت نارامه کړی دی.