د شکيلا ناز او خيال محمد ورکه تاريخي سندره

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ليکوال: مدثر دعوت
شکيلا ناز د خيال محمد سره خپله هغه سندره خپره کړې چې ددې په باور تر اوسه چا نده اورېدلې
شکيلا ناز چې کلونه کلونه يې د هنر ډګر ته شا کړې وه کابو يو کال کېږي چې بيرته یې سندري پيل کړي.
دې خپله هغه سندره موندلې چې لسګونه کلونه وړاندې يې د خيال محمد سره يوځای ويلې وه خو خپره سوې نه وه او ورکه سوې وه،همدا سندره د ماه جبين سره یوځل بيا خيال محمد ويلې وه.
(ګلې تا به يادومه، ګله تا به يادومه) د هغي سندرې مطلع ده چې له لنډيو او ټپو جوړه ده، شکيلا يې د موندلو خبر ورکړی.
ناز ددې سندرې په اړه پر خپلې فيسبوک پاڼې ليکي:
((دا غزل اول ما اؤ خيال محمد استاد ويلى ؤ ،خو زما غزل وروسته ورک شو اؤ بيا ماه جبين بهابهي دا غزل خيال لاله سره ريکارډ کړو ،اوس چې دا ورک غزل په لاس راغلو نو غواړم چې تاسو سره يې شريک کړم او د ريکارډ برخه جوړه شي ، مننه))
د سندري لينک:

شکيلا ناز په خپلې يوې مرکه کې چې څو مياشتې مخکې يې د بي بي سي سره کړې وه ويلي وه چې ۲۸ کلونه وړاندې يې ځکه د موسيقۍ څخه مخ واړوی چې شخصي کاروبار او تجارت يې د نورو کارونو مخه ډب کړې وه،نو ځکه دې نسوای کولای چې د مينوالو تنده ورخړوبه کړي او څومره چې توقع کېدله په هماغه ډول يې سندرې نسوای ويلای ، خو دا چې اوس پوره وخت لرم او پوهېږم چې د مينوالو هنري تنده ماتولای سم يو ځل بيا مې سندرو ويلو ته مخه کړه.
ناز د فاروق فراق په نامه شاعر او خبريال سره په مينه واده کړی او وايي د رحمت شاه ساحل،دروېش دراني،غني خان،حمزه بابا او رحمن بابا شعرونه د خپلو سندرو لپاره ټاکي.