اسټرالیا ته د هند مناسب ځواب؛ سونېل ګوسکر اجینکیا رهانی ستایلی

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د اسټرالیا او هندوستان ترمنځ دویمه ټېسټ لوبه د سه شنبې په سهار د هندوستان په ستره بریا پای ته ورسېد.

اسټرالیا ته د هندوستان مناسب ځواب

په لومړۍ ټېسټ لوبه کې اسټرالیا، هند ته په ۸ وېکټو ماته ورکړې وه او اوس هندوستان بېرته له اسټرالیا څخه دویمه ټېسټ لوبه په ۸ وېکټو وګټله او اسټرالیا څخه یې غچ واخیست.
په هغې لوبه کې د هندوستان ټوله لوبډله په ۳۶ منډو دویمه پاڼۍ کې سوځېدلې وه.

د اجینکیا رهانی لوبډلمشري او د ګوسکر ستاینه

سونېل ګوسکر چې د هندوستان پخوانی لوبغاړی او اوسنی مبصر دی، د اجینکیا رهانی لوبه، اخلاق او لوبډلمشري ستایلې ده.
اجینکیا رهانی چې دویمه او تاریخي باکسېنګ ډی ټېسټ لوبه کې د هندوستان لوبډلمشر و، نوموړي وکولای شول، چې د خپلو ۱۱۲ منډو په مرسته د اسټرالیا د لومړۍ پاڼۍ ۱۹۵ منډو په ځواب کې ۳۲۶ منډې وکړې.
India vs Australia: Ajinkya Rahane finally breaks silence on Rohit Sharma's  inclusion in playing XI | Cricket News | Zee News
هندوستان په اسټرالیا ۱۳۱ منډې ور واړولې.
اسټرالیا په دویمه پاڼۍ کې ۲۰۰ منډې وکړې او هندوستان ته یې د باقي منډو له امله ۷۹ منډې هدف ورکړ.
هندوستان دا هدف پوره کړ او په اته وېکټو یې لوبه وګټله.
سونېل ګوسکر وایي، په توپ وهنه کې پیاوړی، ښو اخلاقو یې خلک اغېزمن کړي او د لوبې بشپړه حوصله هغه څه دي، چې اجینکیا رهانی یې ځلولی دی.

تاریخه ټېسټ لوبه او د هندوستان دویمه بریا

۲۰۱۸ کې هندوستان او اسټرالیا په همدې مېلبورن لوبغالي مخ شوي وو، چې په هغې لوبه کې هم هندوستان د ویرات کولي په لوبډلمشرۍ کې اسټرالیا ته ماته ورکړه.
او اوس اجینګیا رهانی اسټرالیا ته ماته ورکړه.