ډهلي لوبډلې ته د کپتان وروسته بله ضربه؛ الراونډر کریس موریس یې هم د لاسه ورکړ !

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د هندوستان د کورني کرکټ «IPL»۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې د ډهلي ډریډ ویلز لوبډلې لمړی خپل لوبډلمشر ګاتم کمبیر د لاسه ورکړ، خو ورپسې الراونډر کریس موریس هم رخصت شو.

 د یولسم پړاو (اي پي ایل) لوبو کې د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې پخواني اوپنر ګاتم ګمبیر د لوبډلې د مسلسل ماتو او د خپلې خرابې کار کردګۍ له کبله د لوبډلمشرۍ دنده پریښوده او د ځان پر ځای یې ځوان شیر ایس اییر د لوبډلې د نوي کپتان په توګه غوره کړ.

خو اوس د جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې د تیز بالینګ الراونډر کریس موریس هم د ډهلي لوبډلې سره ملتیا پریښوده.

د هندوستان د (اي پي ایل) ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو خپرونکې ویب پاڼېد خبر له مخې، افریقايي کریس موریس د ملا د درد له کبله د روان یولسم پړاو ټول لیګ سیالیو څخه بهر شوی دی او پر ځای یې بل افریقايي تیز بالر جونیر ډیلا انتخاب شوی دی.

کریس موریس په سږني سیزن کې د ډهلي لوبډلې لپاره په ۴ سیالیو کې ولوبید، خو اوس نوموړی بیرته هېواد ته ستون شوی دی.

د کریس موریس بدیل جونیر ډیلا په دې وروستیو کې د جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې په ګته د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې خلاف خپله لمړنۍ ۲۰ اوریزه سیالۍ ترسره کړه او اوس یې د (آي پي ایل) سیالیو کې هم د لوبیدو موقع ترلاسه کړه.

 د ډهلي ډرید ویلز لوبډلې د (آي پي ایل) سیالیو په روان پړاو کې ۷ لوبې ترسره کړې دي، چې په دوه لوبو کې بریاوې خپلې کړې دي او لا هم د مخکې تګ لپاره د پاتې ۷ سیالیو څخه یې په ۶ لوبو کې د بریا خپلول لازمي دي.

 په دغه لیګ سیالیو کې د ګډون کوونکو لوبډلو له ډلې څخه چینايي سوپر کینګز د جدول سر کرښه کې ځای لري، خو په ورپسې دویم مقام کې د پنجاب، دریم مقام کې سنرایزرز حیدر اباد، څلورم مقام کې کلکته نایټ رایډرز، پنځم مقام کې راجستان رایلز رایلز، شپږم ځای کې رایلز چیلینجرز بنګلور، اووم ځای کې ډهلي ډریډ ویلز او وروستي اتم مقام کې د ممبيي انډینز لوبډله قرار لري.