د کرکټ په نړۍ کې بالران ډول، ډول توپ اچونه کوي، ترڅو توپوهونکي ته فریب ورکړي او وې یې سوځوي.
توپ اچوونکي د سپیډ یا چټک سرعت سربېره هڅه کوي، چې مختلف سوېنګونه هم ترسره کړي، ترڅو توپوهونکی له کریز څخه رخصت کړي.
د کرکټ په نړۍ کې د بالرانو سوېنګونه
اېن سوېنګ بالېنګ
سوېنګ هغه دی کله چې توپ اچوونکی بال له لاس څخه خوشې کړي او خپل توپ له خپل مسیر څخه لږ څه واوړي.
اېن سوېنګ بال هغه دی کله چې توپ د توپ غورځوونکي یا بالر لخوا وغورځول شي او بال د وېکټو خواته دننه ورشي.
اوټ سوېنګ
اوټ سوېنګ بال هغه دی، چې توپ له لاین څخه اف لوري ته یا د توپ وهونکي مخې ته د وایډ خواته سوېنګ یا لاړ شي اوټ سوېنګ توپ بلل کېږي.
بالر د ګوتو په هنر او د توپ نیونې په برخه کې د خپل مهارت له مخې سوېنګ توپونه ترسره کوي.
ریورس سوېنګ
دې برخه کې بالر د توپ یو اړخ شاین کوي یا یې په جامو موښي، د توپ یو اړخ روښانه کوي او بیا توپ په همغه اړخ ترسره کوي، کوم اړخ چې شاین شوی وي.
د کیڼ لاسي بالر ریورس سوېنګ بال ښي لاسي توپوهونکي ته بهر ځي او کیڼ لاسي ته اېن سوېنګ ورځي.
داسې توپونه زیاتره وخت هوا کې تاوېږي او توپوهونکي ته ستونزمن کېږي، چې وېې لوبوي.
زیاتره وخت بالران له دغو درې سوېنګونو استفاده کوي.
د توپ اچونې نور ډولونه
بانسر توپ؛ هغه توپ دی چې توپ اچوونکی یې د پېچ یا ویشتن ځای په نیمایي کې پیچ کړي او توپ له شارټ لاین څخه کم اوچت شي.
توپ د توپوهونکي د اوږې او یا هم باډي سره تېر شي.
سلور یا څوکه توپ
سلو یا څوکه توپ هغه دی چې توپ اچوونکی د له چټک بال څخه په ګوتو توپ چېنج کړي او بدل یا چېنج بال ورغورځوي.
له دې توپ څخه موخه د توپوهونکي حیرانول او ستونزو سره مخ کول دي.
یارکر توپ
هغه توپ دی چې فول لاین وغورځول شي، د کریز وروستۍ برخه ته توپ ورواچول شي.
په توپ هڅه کېږي، چې د وېکټ بیخ وویشتل شي او د بولډ اوټ هڅه کېږي.
زیاتره وخت په یارکر توپ، توپ وهونکي بولډ اوټ، اېل بي ډبیلو کېږي او له ستونزو سره مخ کېدای شي.
اف کټر
هغه توپ دی چې توپ اچوونکی یې په دوو ګوتو شهادت او غټه ګوته وغورځوي.
دا توپ سلو یا کرار وي او چېنج ته ورته وي.
دا توپونه اکثره بهر خوا سوېنګ کېږي.
لېګ کټر
هغه توپ دی چې توپ اچوونکی یې په کچه ګوته او د کچې ګوتې څنګ کې ګوته باندې وغورځوي او سلو یا کرار توپ واچوي.
دا توپونه اکثره وخت اېن سوېنګ کېږي او وېکټ خواته ځي.
نکل بال
نکل بال د بالر لخوا د درېیوو ګوتو په سرونو نیول کېږي، غټه ګوته، شهادت ګوته او منځ ګوته پکې ډېر رول لري.
توپ د ګوتو په نوکانو یا څوکو کې نیول کېږي او قرار غورځول کېږي، دا توپ ډېر سوېنګ نه اخلي، بلکې خوی غورځېږي او بالاخره توپ وهونکی له ستونزو سره مخ کوي.
سپېن بالېنګ
اف سپېن توپ اچونه، لېګ برېک توپ اچونه، کېروم بال، ګوګلي بال او چېنامېن توپ اچونه.
Arm Ball ارم بال
دې توپ کې له سپېن بالر ډېره مرسته د مټ وي، د مټ په مرسته توپ چټک غورځوي او له عادي سپېن یا څوکه بال څخه لږ تېز وي.
The “Doosra” دوسرا توپ
دوسرا توپ کې بالر د اف سپېن په څېر توپ اچوي، دې کې بالر هڅه کوي، چې توپ له اف سپېن څخه لېګ سپېن او له لېګ سپېن څخه اف سپېن ته واړوي.
دا توپ پاکستاني سقلېن مشتاق رامنځته کړی دی.
Carom Ball
کېرم بال
دا توپ د سپېن بالر لخوا ترسره کېږي او د کټه پیش په مرسته توپ ترسره کېږي.
منځنۍ ګوته قاطېږي او بیا پرې توپ غورځول کېږي.