له خپل ځان سره د مثبتې اړیکې د ټینګښت لپاره ۱۲مهم اصول

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه
ژباړه: عطا محمد میاخېل

د هر کس په ژوند کې تر ټولو مهمه اړیکه، هغه اړیکه ده، چې له خپل ځان سره یې ټینګه کړې وي، له خپل ځان سره سمه اړیکه، د هر څه حتا د دوستۍ د ډول اساس او بنسټ دی. هغه کسان، چې له خپل ځان سره د سمې اړیکې په ټینګښت کې ستونزه لري، په بشپړه توګه له نورو سره د اړیکې په ټینګښت او له هغوی سره د همدردۍ په احساس کې به ستونزه ولري. لاندې لیکنه په ښه غور او دقت سره ولولئ، ترڅو له خپل ځان سره د اړیکې د ټینګښت اصول در وپېژنو.
له خپل ځان سره د سمې اړیکې ټینګښت، د فردي مهارتونو د ودې سبب ګرځي او په خپل ځان باندې د باور له پیاوړتیا سره مرسته کوي، چې بریا ته په رسېدو کې یو مهم لامل ګڼل کېږي.
له خپل ځان سره د مثبتې اړیکې لرل، په ژوند کې د بشپړتیا او پرمختګ لپاره یو له مهمو لاملونو څخه دی، په دې اړیکه کې له خپل ځان سره مینه هم شاملېږي، تر ډېره له خپل ځان سره د اړیکې تګلارې د خپل ژوند له مهمو افرادو لکه: مور، پلار، خور، ورور، دوستانو او خپلو و خپلوانو څخه زده کوو، دا چې موږ ته وایي، کوم کار ښه دی او کوم بد یا دا چې له موږه څه تمې لري، کولای شي په هغه اړیکه باندې، چې له خپل ځان او نورو سره یې ټینګوو، اغېزه وښندي، دغه راز چې زموږ عمر ډېرېږي او قد مو لوړېږي، همدا نصیحتونه او روزنې، زموږ شخصیت جوړوي.
د بېلګې په توګه: که چېرې په یوه داسې کورنۍ کې ستر شوی یاست، چې مور او پلار له یو بل  او خپلو اولادونو سره مناسب چلند لري، نو اولادونه به هم په لویوالي کې همدا چلندیز توازن ولري. که دا توازن شتونه ونه لري، اولادونه هم دا زده کوي، چې خپله انرژي او غوښتنې د خپلو ماشومانو د روزنې په لاره کې قربان کړي او خپلې شخصې موخې نالیدلې ونیسي.

په خپل ځان باندې پام وکړئ

په خپل ځان باندې پام کول، له خپل ځان سره مرسته کول، مډیټېشن او دې ته ورته کارونه په دې موخه ترسره کېږي، چې له خپل ځان سره ښه اړیکه ټینګه کړئ. باید دې درک ته ورسېږئ، چې له خپل ځان سره د یوې مثبتې اړیکې لرل، له نورو سره د مناسبې اړیکې د ټینګښت په کچه ارزښت لري، تر ټولو مهم فرد، چې هره شېبه درسره دی، په خپله تاسو یاست، نو هڅه وکړئ، چې د خپل ځان لپاره ښه دوست واوسئ. موږ د ټولو هغو انسانانو په منځ کې، چې په دې خاورینه کُره کې ژوند کوي، په خپل ځان پورې منحصر یو او باید د خپل ځان په اړه مسؤولیت منونکي واوسو.
د دې لیکنې په دوام، له خپل ځان سره د اړیکې د ټینګښت په دولس مهمو اصولو باندې رڼا اچوو:

۱ ـــ د خپل ځان لپاره موخه ولرئ

له خپل ځان سره د ښې اړیکې د ټینګښت لپاره، خپله اصلي موخه د وخت په یوه څو کلنۍ دوره کې وټاکئ. باید دې درک ته ورسېږئ، چې ښایي دا چاره، د دې کلونو په اوږدو کې بدلون وکړي.

۲ ـــ د خپلو لنډ مهالو او اوږد مهالو موخو لپاره، پروګرام جوړ کړئ

د دې لپاره، چې وکولای شئ له خپل ځان سره ښه اړیکه ټینګه کړئ، نو اړینه ده، چې د خپل ورځني ژوند لپاره پروګرام ولرئ، مناسبې موخې وټاکئ، خپل پیاوړي او کمزوري ټکي وپېژنئ او ګام پر ګام د خپلې موخې په لور پرمخ لاړ شئ، دا کار له تاسو سره مرسته کوي، چې په سمه لاره روان شئ.
باید په دې باندې پوه شئ، چې په لنډ مهالو کارونو کې انګېزه مکافاتو ته اړتیا لري. د بېلګې په توګه: د خوشالۍ هغه احساس، چې د خپلې خوښې په صنف کې، په نوم لیکنې سره په تاسو کې رامنځته کېږي، یو ډول انګېزه ده، خو د اوږد مهالې موخې په اړه، انګېزه کمه اغېزه لري او باید په خپل ځان کې نوی عادت رامنځته کړئ او هغه ته پابند واوسئ. د اوږد مهالو پروګرامونو ترسره کول، یو ډول پانګونه ده او ښایي ترسره کول یې ډېر سخت او ستونزمن وي، خو لنډ مهالو موخو ته رسېدل، د بیړنیو مکافاتو په خاطر آسانه دي.

۳ ـــ له بدلونونو سره مخامخ شئ

د هر چا په ژوند کې بدلون رامنځته کېږي، نو باید له هر ډول وېرې او ډار څخه ورسره مخامخ شئ. د وخت په اوږدو کې مو دې ته پام کېږي، چې ډېری پېښې ثابتې دي او یوازې موږ او نورو ته دا ښکاره کوي، چې واقعاً څوک یو، سره له دې بدلونونو ته پام وکړئ او وې منئ، تر کله چې له کوم څه څخه ډاډه شوي نه یاست، تصمیم مه نیسئ، ځکه ښایي چې سمه لاره مو نه ده ټاکلې او ناهیلي شئ.

۴ ـــ په خپل ځان باندې پام کولو ته لومړیتوب ورکړئ

کافي او مناسب خوب، د سمې او سالمې تغذیې لرل، کافي استراحت تفریح او مثبت ذهني عادتونه، په خپل ځان باندې د پام کولو له اصولو څخه ګڼل کېږي. د دې چلندونو څارل کولای شي، له خپل ځان سره د یوې ښې اړیکې په رامنځته کولو کې اغېزناک رول لوبوي. که خپلو جسمي او اروایي اړتیاوو ته پام وکړئ، روحیه او وړتیاوې مو لا پسې ډېرېږي او کارونه به په ښه او غوره بڼه ترسره کړئ.
په خپل ځان باندې پام کول، د اعتماد د احساس د رامنځته کېدو سبب ګرځي. ذهني عادتونه د بل هر چلند په څېر کولای شي د وخت په تېرېدو سره بدلون وکړي، باید په خپل ځان کې  مناسب عادتونه بنسټیز کړئ، ښایي د دې عادتونو ساتل آسانه تر سترګو شي، خو په نا مناسبو شرایطو کې به ډېر ستونزمن وي.

۵ ـــ په خپل ځان باندې مهربان واوسئ

په خپل ځان باندې مهربان اوسېدل په دې مانا نه دی، چې کوم کار ترسره نه کړئ یا مسؤولیت منونکی ونه اوسئ، بلکې په دې مانا دی، کله چې کوم کار مو په ناسمه بڼه ترسره کړ، خپل ځان مه رټئ. ډېری کسان د هرڅه لپاره خپل ځان رټي؛ په داسې حال کې چې دا کار اصلاً سم نه دی او شرایط لا پسې خرابوي. باید خپلې تېروتنې ومنئ او پر وړاندې یې مسؤولیت منونکی واوسئ، خو د دې تېروتنې په خاطر خپل ځان مه رټئ او په خپل ځان باندې مهربان واوسئ، ځکه کېدای شي هر څوک تېروتنه وکړي.

۶ ـــ له هغو کسانو سره اړیکه ټینګه کړئ، چې ستاسو موخو ته ورته موخې ولري

د هغو کسانو تر څنګ اوسېدل، چې له خپل ځان سره ښه اړیکه لري، له تاسو سره مرسته کوي، چې په ډېرې آسانۍ خپل موخو ته ورسېږئ، ځکه دا کسان نه یوازې ستاسو لپاره ښه بېلګه دي، بلکې کولای شي موخو ته په رسېدو کې مو له تاسو څخه ملاتړ وکړي، ښایي له منفي فکر لرونکو افردو څخه واټن اخیستل سخت او ستونزمن کار وي، ځکه دا کسان په هر ځای کې دي، خو کولای شئ له دې افرادو سره په اړیکه باندې پام وکړئ او اجازه مه ورکوئ، چې له هغوی سره اړیکه مو ژوند ته زیان ورسوي.

۷ ـــ په خپل ځان کې خوشبیني پیاوړې کړئ

د «ټول یا هېڅ» تفکر په لرلو سره به مو په ژوند کې مناسب بدلون رامنځته نه شي. د ډېری کسانو خوښېږي، چې هر څه په لنډ او لږ وخت کې ترلاسه کړي، خو تر ډېره ماتې خوري او یا خپل ځان رټي، دا چلندونه د ناسمې ګټه اخیستنې او بېځایه رټنې سبب ګرځي، چې د سالمو او جوړونکو بدلونونو د رامنځته کېدو لپاره مناسب نه دي.
د خپل ځان لپاره رښتینې او واقعي موخې وټاکئ او په ښه توګه یې ترسره کړئ. د بېلګې په توګه: که ټاکل شوې وي د اوونۍ څلور ورځې ورزشي لوبغالي ته لاړ شئ او د یوه ساعت لپاره ورزش وکړئ او که لومړۍ اوونۍ مو دا کار ترسره نه کړ، مه ناهیلي کېږئ، هره ورځ نیم ساعت تمرین وکړئ او په بله اوونۍ کې دا موده زیاته کړئ.

۸ ـــ د کړکېچ (بحران) د مدیریت لپاره یوه بېلګه ولرئ

کله وخت په ژوند کې له ستونزو سره مخامخ کېږو او ژوند موږ ته د آرامتیا او هوساینې مخ نه را ښکاره کوي، په همدې وخت کې ډېر سخت زیان وینو او پخوانۍ چلندیزې بېلګې له سره پیلوو او خپل ځان رټو، په دې وخت کې غوره ده، چې د خپل ځان لپاره د کړکېچ د مدیریت یوه بېلګه ولرئ، دا بېلګه تاسو ته د دې یادونه کوي، چې دا شرایط مو مخکې هم تجربه کړي دي او پر بنسټ یې پوهېږئ، چې څنګه خپل احساس کنټرول کړئ.
په دې ترتیب په خپلو اوږد مهالو موخو باندې تمرکز وکړئ او کومې ستونزې چې تاسو بوخت کړي یاست، حل به شي. افکار مو د کاغذ پرمخ ولیکئ، دا چې څه کار مو آرامه کوي او څنګه غواړئ، چې دا ستونزه حل شي، کله وخت له نږدې افرادو سره خبرې کول کولای شي، تاسو ته ښه لید در په برخه کړي او دغه راز درسره مرسته وکړي، خو که چېرې دوست نه لرئ، له یو چا څخه مرسته وغواړئ، د لیکلو خواته ورشئ.

۹ ـــ ښه او ګټور کارونه ترسره کړئ

په هغو کارونو پسې لاړ شئ، چې په تاسو کې د خوښۍ او رضایت د احساس د رامنځته کېدو سبب ګرځي، کله وخت هر هغه څه چې د نورو خوښېږي، ستاسو لپاره به مناسب نه وي، ښایي په کار کې مو یو کوچنی بدلون یا د هغه د ترسره کېدو په ډول باندې تمرکز وکولای شي، له خپل کار څخه د لا ډېر رضایت د احساس سبب شي.
که کارونه په لوړ کیفیت او په بشپړه توګه ترسره کړئ، نو یوه شخصیتي چوکاټ ته رسېږئ، چې په هغه کې به ټول کارونه په ښه توګه ترسره کړئ، دا چوکاټ کولای شي، په هغو فعالیتونو باندې، چې له کاري چاپېریال څخه بهر یې ترسره کوئ (لکه بوختیاوې، تفریحګانې او د داوطالبانه فعالیتونو ترسره کول) شخصیت او دوستانه اړیکې مو تر اغېزې لاندې راولي. ذهن مو له هیجان او بوختیاوو څخه مالامال دی، نو له هغه څخه ګټه واخلئ.

۱۰ ـــ په خپل ځان کې مثبت عادتونه رامنځته کړئ

هغه عادتونه په خپل ورځني ژوند کې پلي کړئ، چې تاسو ته ښه احساس در په برخه کوي، دا کار د دې سبب ګرځي، چې د خپلو ورځنیو کارونو د ترسره کولو لپاره کافي انرژي ولرئ او له خپل ځان سره ښه اړیکه هم ټینګه کړئ. ځینې کسان هره شپه د سبا ورځې موخې د کاغذ پرمخ لیکي او سهار د وخته په هغو باندې مرور کوي، ځینې نور خپلې موخې په خپله حافظه کې ثبت کوي او په خپل ذهن کې پرې مرور کوي، په غوڅه توګه له را ویښېدو وروسته دا تمرین ترسره کړئ، ذهن مو په اوږد مهالو موخو باندې تمرکز کوي او د ورځې په اوږدو کې به هغو ته د رسېدو لپاره د یوې لارې په لټه کې وئ.
۱۱ ـــ له خپل ځان سره سمې خبرې وکړئ
کله چې له خپل ځان سره خبرې کوئ، خپل احساس ته پام وکړئ، آیا د زړه درزا مو په دې وخت کې زیاتېږي؟ آیا د هیجان احساس کوئ؟ آیا له خپل ځان سره په نیوکیزه بڼه خبرې کوئ؟ د دې په اړه، چې باید په خپل ځان باندې مهربان واوسئ، فکر وکړئ، اجازه ورکړئ، چې لږ آرامه شئ، وضعیت وسنجوئ او دا کار یو ځل بیا ترسره کړئ. ځینې کسان وایي، کله چې له خپل ځان سره په لوړ غږ خبرې کوي، نو له هغوی سره مرسته کوي، که د چیغې وهلو وضعیت او شرایط لرئ، دا تګلاره وازمایئ؛ ښایي درته ګټوره وي.

۱۲ ـــ له ځان غوښتنې څخه یو سم تعریف ولرئ

ځینې کسان داسې تصور کوي، چې په خپل ځان باندې پام کول یو بد او ځان غوښتونکی کار دی، البته که په هر ډول شرایطو کې یوازې خپل ځان ته پام وکړو، نو په خپلو اړیکو باندې به منفي اغېزه وښندو، خو کله وخت شونې ده فکر وکړو، که کوم څه د خپل ځان لپاره وغواړو، له بریده تېری دی، باید په دې باندې پوه شئ، چې هېڅ څیز د تل لپاره نه پاتې کېږي او که چېرې د کومې وسیلې لرل تاسو خوشاله کوي، نو هرومرو یې واخلئ.
په ځینو کورنیو او فرهنګونو کې ویل کېږي، د خپل ځان لپاره د کوم څه غوښتل، ځان غوښتنه ده، کله وخت ښایي دا یادونه د ارواپوهنې له ګواښ سره مله وي؛ د بېلګې په توګه: ته بد سړی یې، ته ځان غوښتونکی یې، حتا ښایي ګواښ له نورو څیزونو سره مل شي؛ د بېلګې په توګه: خپلې کوټې ته لاړ شه او ویده شه.
په یاد مو وي، چې له خپل ځان سره د ښې دنننۍ اړیکې ټینګښت، ډېر زیات مهم دی، دا کار کولای شي، ستاسو د فردي ودې سبب شي، نو تل په خپل ځان باندې پام کوئ.