لیکنه: عبدالوهاب مومند
فلم ښکلی هنر بلل کېږي چې طنز، رزم، بزم، داستان او حکایتي مستند موږ ته را وړاندې کوي، دا چې ځینې کسان فلم ګوري، نپوهېږم په کومه موخه فلم ته ناست وي؟ فلم کتنه دوه اصلي زاویې لري، چې یو یې ساعت تېري ده او بل یې د داستان مفهوم اخېستنه ده. یانې موږ دوه ډوله فملونه لرو، چې یو د تفریح کولو فلم کتنه ده چې په هغه کې طنزي او رزمي داستانونه نغښتې دي او بل د داستاني او مفهومي فلمونو لیدنه ده، چې ددې فلمونو په لیدنه کې د ژوند تجربې، بریا، د ستونزو ګالل او سختیو پسې اساني په کې زده کېږي، چې په داسې توګه نوي تجارب ترې زده کوو. زه فلم ته له یوې بلې زاویې ګورم، ما یو وخت په نامه دې ( the gest in London) فلم کاته، چې په دې فلم کې د مېلمه پالنې او په بهر هېوادونو کې د ژوند داستان پروت ؤ، چې مېلمه د خدای دوست نه ګڼي او ډېر ژر ترې تنګېږي خو لږه موده وروسته خوریه خپل ماما ته د تروریست په سترګه هم ګوري او د درواغو یوه قضیه ورته جوړوي، بلاخره هلک د خپلې مېرمنې خبره مني او خپل ماما او مېرمنه یې په یوه لېرې ځایي هوټل کې یوازې پرېږدي او خپله په یوه بهانه ځان ترې پټوي.
بل فلم (3 idoits) دی، چې زما د خوښې فلم بلل کېږي. که دا فلم هر څومره وګورم، هغومره خوند یې راته ډېرېږي، ځکه په دې فلم کې د محصلۍ دورې یو داسې یو داستان پروت دی، چې هر محصل باید یاد فلم یو ځل هرو مرو وګوري. په دې فلم کې یو باهوش او ځیرک محصل چې د پوهنتون ټول سیسټم سره مشکل لري خو د ستونزو بدیل لپاره خپل دماغ کې د حل لاره یې هم ورته سنجولې وي، چې څنګه محصل سره باید چلند وشي؟ مخانیکي درس ښه نبولي، له درس سره خپل تحلیل او تجربه ښه ګڼي او عملي کار ډېر خوښوي. دا چې یو محصل څنګه کولی شي، له پوهنتون څخه په بریالي توګه فارغ شي، ټول راوزنه په دې فلم کې نغښتې دي.
په اکثره فلمونو کې هم منفي او هم مثبت ټکي شته خو دا بیا کتونکو ته اړوندېږي چې له کوم څیز څخه یې ګته اخلي، ددې ترڅنګ داسې څیزونه هم په کې لیدل کېږي چې اسلام سره په ټکر کې وي، خو د مطالعې خاوند خپل تحلیل پرې عملي کولی شي، کله چې مو فلم لیده باید خپل وخت ته په درنه سترګه وګورو، ولو چې فري ټایم مو هم وي نو باید داستاني او مفهوم لرونکې فلمونه وګورو چې ښې تجربې ترې حاصلې کړو.