ژباړه او زیاتونه: نوید صهیب
ژوند هېڅکله له ستونزو، سختیو، غمونو او ستړیاوو څخه خالي ندی، په دې نړۍ کې تل پاتې خوشبختي ممکنه نده، دلته نه خوښي دوامداره وي او نه غمونه، د دنیا ژوند اوړي را اوړي او په هغه ډیر ښه حالت کې ایله د سختۍ او اسانۍ ترمنځ وي. انسان ته اړینه ده چې خپل احساسات، ځان او افکار د زمانې او حالاتو له دې ادلون بدلون سره برابر او عیار کړي. ځکه د یوه حالت همېشه دوام محال او ناممکن دی. یو ډله انسانان چې کله یې د ژوندی نادودې او غمونه په سر واخلي، ځمکه ورباندې تنګه شي او بغیر لدې چې خپلې راتلونکې شاوخوا ماحول ته وګوري د ځان په وژلو لاس پورې کوي او د دنیا له سختیو د خلاصون په پار ځان د اخرت عذاب او ستر مسۉلیت ته ور اچوي.
ځان وژنه داسې تعریف شوې چې که یو څوک له د دنیوي ستونزو په وجه او له هغې څخه د تېښتې په پار عمدأ په خپله خوښه د خپل ځان په وژلو اقدام وکړي دا ځان وژنه ده، ځان وژنې لپاره طریقې او لارې چارې د وس او امکان تر کچې ډیرې کارول شوې لکه د زهرو خوړل، په اسلحه د ځان وژل، د ځان زندۍ او غرغره کول، ځان سوځول، له لوړ ځایه ځان اچول یا څاه او اوبو ته ځاان اچول، دا او ډیرې نورې طریقې د تاریخ په اوږدو کې انسانانو د ځان وژنې لپاره کارولې؛ خو مهمه دا ده چې څنګه او په څه ډول یو څوک کولای شي د ځان وژنې له فکر څخه ځان خلاص او خپل مرګ ته کړې اراده ماته کړي!؟
دلته یې څو لنډې او اغېزمنې لارې چارې درته بیانوو:
۱. ځان وژنه د هغه چا لپاره خطرناکه نه وي د چا چې په الله تعالی ایمان کمزوری، ایماني او باوري ګډوډۍ یې ملې وي، ځکه په الله تعالي ټینګ ایمان او باور سختې او ستونزې اسانه کوي، بد مرغۍ له منځ وړي، د نفس او شیطان د سرکشۍ لګام ته کیزه ور اچوي، موږ له ناسمو او ناممکنو غوښتنو راګرځوي او په دې سره کولی شو دداسې وژونکو زهري افکارو په ځای ښایسته، ارام بخښونکي او مثبت افکار خپل، ځانونه تر وجداني او ایماني ثبات پورې ورسوو.
۲. د ځان وژنې له فکر څخه د خلاصون لپاره تر ټولو مهمه دا ده چې له ځان وژنې وروسته پخپل حالت او انجام فکر وشي، سړی دا ځان ته ور په زړه کړي چې ولې باید د دنیا د کوچنیو او تیرېدونکو غمونو له لاسه ځان د اخرت په هغه ستر دردوونکي او ناپایه عذاب کې راښکېل کړم، کوم چې د ځان وژنې د جرم د مجازات په حق کې سړي ته رسیږي!؟
۳. کله چې د د ځان د وژلو په اړه فکر درسره پیدا شو، کوښښ وکړه چې په یوه ښه مصروفیت دا فکر له ځان لرې کړې، په آزاده فضاء کې په ثابت ډول په خپل کار ژوند او فکر کې فکر وکړه، او د شیطان له وسوسو د الله تعالی لوري ته پناه یوسه! .
۴. کوښښ وکړه چې له ځان سره دوکه ونکړې او په یوازېتوب کې منزوي پاتې نشېم، که مو حس کړه چې په دوامداره ډول مو ذهن ته داسې ورانووکي افکار راځي، د خلکو په منځ کې کېنئ، په ځانګړي ډول د هغه ملګرو مجلسونو ته ورشئ چې اغېزه درباندې لري، ښه یې ګڼئ، د مثبتو افکارو درلودونکي وي، مرسته درسره کولی شي او نصیحت کوونکي وي. ځکه ښایسته ټولنیز ژوند او له نېکو او خیرخوا خلکو سره ملګرتیا هم په انسان کې ژور مثبت بدلون راوستلی او ښه افکار راټوکولی شي.
۵. له خپل ځان سره د هغو ستونزو د حل په اړه فکر وکړه چې پکې راښېکل یې او له ځان سره داسې سترې ناځوانۍ ته یې هڅولی یې، که مادي تنګسۍ او بې کارۍ اړ کړی وې، هڅه وکړه تر څو یو مناسب مصروفیت او د روزي پیدا کولو لاره چاره د ځان لپاره پیدا کړې، د رزق پیدا کول په هر چا واجب دی، هېڅکله ځان د رزق پیدا کولو له هڅې بري او خلاص مه ګڼه، او هېڅکله ځان د فقر او غریبۍ په سختیو کې ځان مه راښکېلوه، د الله تعالي په فراځه ځمکه کې وګرزه او په هماغه نجات ورکوونکي رب باندې توکل وکړه. که د ځان وژنې فکر د یوه ګران او محبوب چا د فراق، د خپل معشوق د غدر او بې وفایي یا د هیلو د نه پوره کېدو په وجه درسره پیدا شوی وي، یوازې دا درپه زړه او باور ولره چې په دې دنیا کې هر څه ډیر مخکې تقسیم او ټاکل شوي، تاته بغیر له هغه څه چې درته رسېدلي بل هېڅ نه درسیږي، بیا ځان وژنه او د اخرت لوی عزابونه د دنیا د کړاوونو په بدل اخیستل د څه لپاره!؟