د کېن ویلیمسن او سیفرټ اوږدې ملګرتیا پاکستان له بریا بې غمه کړ

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د پاکستان کرکټ لوبډلې چې د تېرې نومبر میاشتې په اوږدو کې نیوزیلېنډ ته د درې شل اوریزو او دوه ټېسټ لوبو لپاره سفر کړی، دوه شل لومړۍ شل اوریزې لوبې نیوزیلېنډ په لوړ توپیر وګټلې.

دویمه شل اوریزه لوبه د او د نیوزیلېنډ د دویمې وېکټې بریالۍ ملګرتیا

دې لوبه کې د پاکستان کرکټ لوبډلې د محمد حفیظ د ۹۹ ناسوځېدلو منډو په مرسته ۱۶۳ منډې وکړې.
ټېم سوتي په ۴ اورونوکې ۲۱ منډې ورکړې او څلور پاکستانیان یې وسوځول.
د نیوزیلېنډ کرکټ لوبډلې لپاره بریالی اننګز د پیلیز توپوهونکي ټېم سیفرټ او کېن ویلیمسن له خوا ولوبول شو.
ټېم سیفرټ په ۶۳ توپونو د ۳ شپږیزو او ۸ څلوریزو په مرسته ۸۴ ناسوځېدلې منډې او کېن ویلیمسن په ۴۲ توپونو د یوې شپږیزې او ۸ څلوریزو پرمټ ۵۷ ناسوځېدلې منډې وکړې.
دواړو نږدې ۱۱۶ منډې ناسوځېدلې منډې ملګرتیا وکړه او د پاکستان کرکټ لوبډله یې په ۹ وېکټو ماته کړه.
د لوبې غوره لوبغاړی چټک توپ اچوونکی ټېم سوتي ونومول شو.
New Zealand vs Pakistan, 1st T20I: Match Preview And Prediction - Pakistan  Tour Of New Zealand 2020-21
له دې وړاندې لومړۍ شل اوریزه لوبه هم نیوزیلېنډ په ۵ وېکټو ګټلې وه.

د پاکستان او نیوزیلېنډ د لوبو تاریخچه

نیوزیلېنډ او پاکستان ۵۸ ټېسټ لوبې کړي، چې ۲۵ پاکستان او ۱۲ نیوزیلېنډ ګټلي دي، نورې یې مساوي او یا هم بې پایلې شوي دي.
دواړو لوبډلو ۱۰۷ یو ورځنۍ نړیوالې لوبې کړي، چې ۵۵ پاکستان او ۴۸ نیوزیلېنډ ګټلي دي او څلور لوبې یې بې پایلې یا ټای شوي دي.
۲۱ یې شل اوریزې لوبې کړي، چې ۱۳ پاکستان او ۸ نیوزیلېنډ ګټلي دي.
نیوزیلېنډ او پاکستان د سږ کال درېیمه شل اوریزه لوبه د راتلونکې سه شنبې په ورځ پیلوي.
د دوو ټېسټ لوبو لړۍ د ډېسمبر په ۲۶ مه نېټه پیلوي او د ۲۰۲۱ کال د جنوري په ۷ مه لوبلړۍ پای ته رسېږي.