د هندوستان لوبډلمشر ویرات کولي وایي، توپوهونکي ګرم دي او د دوی د ناسمې توپوهونې له امله یې اسټرالیا ته لومړۍ ټېسټ لوبه په لوړ توپیر وبایلله.
د اسټرالیا او هندوستان د ټېسټ لوبې پایله
که څه هم د هندوستان لوبډله په لومړۍ پاڼۍ کې خورا غوره وه، ۲۴۴ منډې یې وکړې؛ خو دویمه پاڼۍ کې یې پښې وښوېدې او د اسټرالیا دوو بالرانو د هندوستان ټوله لوبډله ښکار کړه.
دویمه پاڼۍ کې د هندوستان کرکټ لوبډلې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو او د محمد شمي په ژوبلېدو سره ټولې ۳۶ منډې وکړې.
پرېتوي شاو څلور، ویرات کولي څلور، ریډیمن ساحا او اومېش یداف هم څلور، څلور منډې وکړې.
اشوېن، رهانی او پوجارا له ځان سره صفرونه یوړل.
میانک اګروال ۹ او هنوما ویهاري ۸ منډې وکړې.
جاش هزل ووډ په ۵ اورونوکې اته منډې وکړې، ۵ وېکټې یې واخیستې او پټ کمېنس په لس اعشاریه ۲ اورونوکې ۲۱ منډې ورکړې او ۴ لوبغاړي یې وسوځول.
محمدشمي ژوبل شو او له لوبې بهرشو.
اسټرالیا هدف ډېر ژر پوره کړ
اسټرالیا ته هندوستان د تېرو ۵۳ منډو په مرسته ۸۹ منډې هدف ورکړ.
اسټرالیا دغه هدف د دوه لوبغاړو په سوځېدو سره په ۲۱ اورونوکې پوره کړ او هندوستان ته یې په ۸ وېکټو ماته ورکړه.
هندوستان د ټېسټ لوبو تر ټول کم ټارګېټ وړاندې کړ
له ۱۹۹۵ کال راپدېخوا دا د هندوستان تر ټولو ټیټ هدف دی، چې ریکارډ پرې جوړېږي.
د ټېسټ برخه کې کم هدفونه
۱۹۵۵ کې نیوزیلېنډ انګلستان ته ۲۶ منډې هدف ورکړی و، ۱۸۹۶ کې افریقا، انګلستان ته ۳۰ منډې کړې وې، ۱۹۲۴ کې بیا هم افریقا انګلستان ته ۳۰ منډې هدف ورکړی و.
۱۸۹۹ کې افریقا، انګلستان ته ۳۵ منډې هدف ورکړی و، ۱۹۳۲ کې افریقا، اسټرالیا ته ۳۶ منډې کړې وې، ۱۹۰۲ کې اسټرالیا، انګلستان ته ۳۶ منډې کړې وې.
۱۹۴۶ نیوزیلېنډ، اسټرالیا ته ۴۲ منډې کړې وې، ۱۸۸۸ کې اسټرالیا، انګلستان ته ۴۲ منډې هدف ورکړی و، ۱۹۷۴ کې هندوستان د انګلستان پر وړاندې ۴۲ منډې کړې وې، ۱۸۸۹ کې افریقا، انګلستان ته ۴۳ منډې هدف او ۲۰۱۸ کې بنګله دېش، ویسټ انډیز ته ۴۳ منډې هدف ورکړی و.
خو په نږدې وخت کې په هندوستان باندې استرالیا ریکارډ جوړ کړ او په کمو منډو یې په دویمه پاڼۍ کې هندوستانۍ لوبډله وسوځوله