د نیوزیلېنډ کرکټ لوبډلې، خپل سفر ویسټ انډیز ته په بري پای ته ورساوه او اوس یې د پاکستان پر وړاندې لوبو ته چمتووالی نیولی دی.
نیوزیلېنډ لومړی د درې شل اوریزو لوبو لړۍ دوه د صفر پر وړاندې ویسټ انډیز څخه وګټله او درېیمه لوبه باران بې پایلې کړه.
له دې وروسته دواړو لوبډلو دوه ټېسټ لوبې هم وکړې، چې دواړه لوبې په ستر توپیر نوي زیلانډ په خپل نوم کړې.
دوه ټېسټ لوبې او د درې لوبغاړو کلیدي رول
په لومړۍ ټېسټ کرکټ لوبه کې ډېر رول د لوبډلمشر کېن ویلیمسن و، هغه په همدې لوبه کې ۲۵۱ منډې وکړې او ویسټ انډیز ته یې په یوه پاڼۍ او ۱۳۴ منډو ماته ورکړه.
د لوبې غوره لوبغاړي جایزه هم کېن ویلیمسن ترلاسه کړه.
دویمه ټېسټ لوبه او د دوه بالرانو غوره کارنامه
په دویمه ټېسټ لوبه کې بیا هم لومړۍ توپوهنه نیوزیلېنډ وکړه، دې لوبډلې د لس لوبغاړو په سوځېدو سره د هېنري نېکولس د ۱۷۴ منډو او وېګنر د ۶۶ ناسوځېدلو منډو په مرسته ۴۶۰ منډې وکړې.
شېنن ګېبرېل، الزاري جوسیف درې، درې، چېمار او روسټن چېس دوه، دوه وېکټې واخېستې.
د ویسټ انډیز لوبډله دوو بالرانو په ۱۳۱ منډو کې ښکار کړه، ټېم سوتي د ۳۲ منډو په ورکولو سره ۵ وېکټې واخېستې او کایل جمېسن هم پنځه وېکټې ترلاسه کړې او ۳۴ منډې یې ورکړې.
دویمه پاڼۍ کې هم د ویسټ انډیز لوبډله ونه توانېده، چې د نیوزیلېنډ د یوې پاڼۍ هدف ورپوره کړي.
بیا هم د ویسټ انډیز لوبډله په ۳۱۷ منډو کې اوټ شوه، درې وېکټې ټرېنټ بولټ، درې وېکټې نېل وېګنر، دوه وېکټې ټېم سوتي او دوه وېکټې کایل وېګنر ترلاسه کړې.
د پاکستان پر وړاندې د نیوزیلېنډ د بري چانس
دا چې د نیوزیلېنډ کرکټ لوبډلې د ویسټ انډیز پر خورا ښې لوبې وکړې او درجه بندۍ کې یې هم دوی مخکې کړل، اوس غواړي چې د پاکستان لوبډلې د ماتولو لپاره مټې رابډ وهي.
د نیوزیلېنډ د بري چانس ځکه زیات دی، چې لوبې د دوی په ویشتن ځایونو دي او د دوی توپوهونکي په تېزو یا چټکو پیچونو ښه لوبېږي.
بل پلو یې توپ اچوونکي هم چټک دي، چې له ډلې کایل جمېسن او لاکي فرګوسن تر ۱۵۰ سرعت سره توپ اچونه کوي.
عموما اسیایي توپ وهونکي د خورا چټکو توپ اچوونکو پر وړاندې ښه نه شي لوبېدلی، یواځې سپېن یا څوکه توپ اچوونکي ښه لوبوي، نو ښایي د پاکستان کرکټ لوبډله خپل مستحکموالی لا لاسه ورکړي.
له پاکستان سره د بابراعظم هم ښایي د ګوتې ټپ له امله ونه لوبېږي.
بل پلو د پاکستان کرکټ لوبډلې روزونکي مصباح الحق هم ویلي، چې دوی غواړي له نیوزیلېنډ څخه لوبې په توپ اچونه وګټي نه په توپ وهنه.
روغتیایی معلومات هم پورته کوی
روغتیایی معلومات هم پورته کوی