د پاکستانۍ لوبډلې روزونکی؛ له نیوزیلېنډ لوبه په بالېنګ ګټو

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د پاکستان کرکټ لوبډلې روزونکي مصباح الحق ویلي، چې نیوزیلېنډ کې د پاکستان زیاتره لوبغاړي د کرونا له امله اغېزمن شوي دي او دې چارې یې د توپوهنې برخه هم له ستونزو سره مخ کړې ده.
نوموړي ویلي، چې د نیوزیلېنډ توپ اچوونکي خورا چټک دي او لاکي فرګوسن چې ۱۵۰ سرعت سره توپ اچونه کوي، لوبول یې ستونزمن دي.
نو دوی به هم په توپ اچونه ډېر تاکید وکړي، ترڅو نیوزیلېنډ سره ښه فایټ وکړي او لوبې ترې وګټي.
تېره اوونۍ کې د پاکستان د لوبغاړو د کرونا په اړه معلومات دا وو، چې شاوخوا ۱۰ لوبغاړي یې کرونا وو او د نیوزیلېنډ د صحت ادارې هم د پاکستان لوبغاړو ته د تمریناتو اجازه نه وه ورکړې.
د مصباح الحق په خبره چې د کرونا ویروس د پاکستانیو لوبغاړو په ذهنونه بد اغېز کړی دی او دوی ګوښه یا قرنطین کې ساتل شوي وو.

 د پاکستان کرکټ لوبډله او قرنطین یې

لوبډله د نومبر میاشتې په وروستیو کې نیوزیلېنډ ته ولاړه، دوی ځکه وختي سفر وکړ، چې پاکستان د کرونا ویروس په لسو ټاپ یا لوړو پېښو لرونکو هېوادونو کې دی او لوبغاړو کې یې هم د کرونا پېښې تثبیت شوې وې.
نو د نیوزیلېنډ کرکټ بورډ هم په دوی تاکید وکړ، چې نیوزیلېنډ کې د پاکستانیو لوبغاړو روغتیا ثابته او تضمین کړي؛ نو د کرونا څخه د پاکوالي په صورت کې به ورسره نیوزیلېنډ لوبې وکړي.

 د دواړو لوبډلو لوبې

د پاکستان کرکټ لوبډلې د روانې میاشتې په ۱۸ مه د درې شل اوریزو لوبو پیل کوي.
دواړه لوبډلې د ډېسمبر په ۲۳ مه د شل اوریزو لوبو لړۍ پای ته رسېږي او د ډېمسبر په ۲۶ مه د دوو ټېسټ لوبو پیل کوي.
Breaking News: Misbah-ul-Haq Officially Named as Pakistan's Head Coach &  Chief Selector | Brandsynario
د پاکستان کرکټ لوبډله به د ۲۰۲۱ کال د جنوري تر ۷ مې په پاکستان کې وي او بیا یې سفر پای ته رسېږي.
۲۰۱۸ کې پاکستان او نیوزیلېنډ ۴ شل اوریزې لوبې کړې وې، چې څلور واړه پاکستان ګټلي دي او همدا علت و، چې پاکستان له نیوزیلېنډ څخه په شل اوریزو لوبو کې لومړی مقام ونیو او نیوزیلېنډ یې دویم ځای ته ښکته کړ.

 بابراعظم به د پاکستان لوبډلې سره نه وي

د پاکستان کرکټ بورډ خبر ورکړی، چې د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر او نړۍ په کچه شل اوریزو لوبو کې غوره توپوهونکی بابراعظم به د نیوزیلېنډ پر وړاندې شل اوریزو لوبو کې نه وي.
د نوموړي د لاس ګوته ټپي شوې او له دې امله یې له لومړۍ شل اوریزې لوبې غورځولی دی.
ښایي په نورو لوبو کې هم چمتو نشي، چې ترسره یې کړي.
د بابراعظم نشتون پاکستانۍ لوبډله د توپوهنې برخه کې لا له ستونزو سره مخ کولای شي.

 د پاکستان او نیوزیلېنډ لوبډلو پرتله

د نیوزیلېنډ کرکټ لوبډله په شل اوریزو لوبو کې شپږم ځای لري او د پاکستان کرکټ لوبډله په شل اوریزو لوبو کې څلورم نمبر ده.
خو اوس وخت به د نیوزیلېنډ لوبډله د پاکستان پر وړاندې ځکه بریالۍ وي، چې لوبې هم په نیوزیلېنډ کې دي او لوبډله یې هم په توپ اچونه او هم په توپ وهنه کې انډول ده.
لاکي فرګوسن، اډم مېلن، ټرېنټ بولټ چټک توپ اچوونکي دي، کېن ویلیمسن، ګلېن فېلېپس، کولېن ډي ګرېنډ هوم، ټام لېتم، راس ټایلر او ځېنې نور لوبغاړي ښه توپوهنه کوي او لوبډله تر بریاوو رسولی شي.
خو پاکستان لپاره بیا شاهین افریدی او وهاب کولای شي، ښه بالېنګ اټک ترسره کړي.