خبر: بشر درویش
دتخار ولايت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست وايي، چې ددې ولايت دشاتو فارم لرونکي سږکال ۸۰ ټنه شات توليد کړي دي.
د افغانستان د کرنې وزارت یوه خپره کړې خبرپاڼه کې د چارواکو له قوله وايي، چې دشاتو مچيو روزونکو د اتو ټولنو په اډانه کې دشاتو مچيو ۴۰۰ فارمونه چې، د شاتو ۹ زره صندوقونه په کې دي فعاليت کوي.
خبرپاڼه کې ویل شوي؛ په دې وروستيو کې دشاتو مچيو دصندوقونو په ډله کې دوه زره نوي صندوقونه هم زيات شوي دي.
یاد وزارت ویلي چې په دې ولايت کې دشاتو دپروسس يوه فابريکه هم فعاليت لري، چې د ورځې د۵۰۰ ټنه شاتو دپروسس وړتيا لري.